Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ: د سمرقند د سولې غونډې وخت او د پلاوي ترکیب لا روښانه نه دی

ټاکل شوې وه چې د دوحې له غونډې وروسته د ازبکستان په سرقند ښار کې بله غونډه وشي. اوس ولسمشرۍ ماڼۍ د دغې غونډې د ترسراوي په اړه د ازبکستان له چمتووالي خبر ورکوي.

د ولسمشر د ویاند دفتر وايي چې د سمرقند د سولې غونډې کره وخت او همدارنګه د مرکچي پلاوي د ترکیب په اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې.

د ولسمشر د ویاند مرستیال صمیم عارفي په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان ولسونه او حکومت سولې ته ژمن دی او هر هغه ګام چې موږ تلپاتې سولې ته ورسوي ترې هرکلی کوي، افغانستان به په هغو غونډو کې ګډون وکړي چې په هغه کې د افغانستان د خلکو پر حقه غوښتنې په پام کې ونیول شي، او د سمرقند غونډې په اړه هم لومړني بحثونه شوي دي او د هغوی د ډېرو جزییاتو په اړه راتلوونکو کې اطلاع رسونه وشي.»

خو طالبانو ته نژدې سرچینې وایي چې د طالبانو استازي به د دوحې غونډې د برخلیک تر روښانه کېدو پورې په هېڅ یوه هېواد کې خبرو اترو ته حاضر نه شي.

د سیاسي چارو شنوونکی فیض محمد ځلاند وویل:«که‎چېرې دا کار ونه شي (د دوحې غونډه ترسره نه شي) نور بحثونه چې په روان کال کې ابلاغ شول لکه د سمرقند بحث په هېڅ ډول هغه نه ترسره کېږي.»

د سولې له خبرو نه خبرې سرچینې وایي چې امریکایي چارواکي، د طالبانو ځینې استازي او دغه راز پخوانی ولسمشر حامد کرزی هڅه کوي څو د دوحې خبرې د سمرقند له غونډې مخکې پېل شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:«ښه ده چې یو بین الافغاني تفاهم رامنځته شي که هغه په دوحه کې وي او یا هم بل ځای کې، وروسته بیا سمرقند کې یو ځانګړی تخنیکي ډله په تاشکند کې پر مذاکراتو خبرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د سمرقند د سولې غونډې وخت او څرنګوالی او دغه راز د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو تر منځ د قطر د غونډې جوړېدل له شکونو سره مخ دي.

خو په دې اړه د سولې عالي شورا ویاند غفور جاوېد بیا داسې وايي:«د سولې عالي شورا په ملي او نړیواله کڅه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.»

د مسکو غونډې ګډونوال وایي چې ټاکل شوې وه، د دوحې په غونډه کې د طالب استازو او په افغان حکومت کې دننه او بهر د سیاستوالو د یوې تخنیکي ډلې پر جوړولو هوکړه وشي، څو دا ډله د سولې د خبرو د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړي.

طالبانو ته نژدې سرچینې وایي چې د طالبانو استازي به د دوحې غونډې د برخلیک تر روښانه کېدو پورې په هېڅ یوه هېواد کې خبرو اترو ته حاضر نه شي.

شریک یي کړئ