Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ: د سولې د اصلي خبرو له پيل سره به دا بهیر ټول شموله کړو

افغان حکومت د سولې ټول نه ګډونوالي په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د اندېښنې په غبرګون کې وايي چې د دغه بهیر له جدي کېدو سره به د سولې خبرې ټول شموله شي.

د ولسمشر غني ویاند وايي چې افغان حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره مرکچي پلاوي ټول ګډونواله وي څو وکړای شي د سولې په خبرو کې د افغانستان له خلکو استازیتوب وکړي. 

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي زیاته کړه:«کله چې موږ اصلي مذاکراتو، مخامخ خبرو ته داخلېږو، افغان حکومت به دا بهیر ټول شموله کړي.»

د ملګروملتو سازمان د عمومي منشي مرستیالې چې کابل ته راغلې د یکشنبې په ورځ د سولې د خبرو د ټول ګډونوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل نړیواله ټولنه به له داسې بهیره ملاتړ وکړي چې ټول ګډونه وي.

د ملګروملتو سازمان یوه مهمه اندېښنه دا ده چې تراوسه افغان مېرمنو د سولې په خبرو کې رغنده ونډه نه لرلې او د مسکو او دوحې په ناستو کې د دوی ګډون لږ و.

د دوحې ناستې برخواله فوزیه کوفي وايي:«موږ د دې اندېښنه لرو چې له طالبانو سره د سولې له یوې هوکړې وروسته، ایا افغان مېرمنې دا وضعیت چې اوس یې لري او هغه ازادۍ چې اوس یې لري وبه لري که نه؟ او په دغو خبرو اترو کې د ملګرو ملتونو ونډه هم کمه ده.»

د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې ترڅنګ، د جګړې قربانیانو او د هېواد مذهبي لږکیو ته د ونډې ورکړه هم د ملګروملتو نورې غوښتنې دي.

د دوحې ناستې برخواله انار کلي هنریار څرګندوني:«کله چې رسمي خبرې پیل شيو په خبرو اترو کې د ښځو او مذهبي لږکیو حضور ډېر مهم دی، ځکه که حضور ونه‎لري، له بده مرغه په دغو دوو برخو کې به د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې به له‎منځه ولاړې شي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ اووه ځله خبرې شوې دي او اوس دواړه لوري له خپلو مشرانو سره د یوې هوکړې د وروستۍ کېدو په اړه د سلامشورې په حال کې دي، خو د ملګروملتو سازمان وايي دغه سازمان ته د یوې هوکړې چټکتیا مهمه نه ده بلکې د سولې موافقه باید باثباته او اوږدمهاله وي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه