Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ کې د واک پر تمرکز نیوکې، د اساسي قانون تعدیل لپاره غوښتنې

د ملي یووالي حکومت د هوکړې د عملي کېدو کمېسیون مشر محمد ناطقي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د واک پر تمرکز له نیوکې سره وايي چې ولسمشر په اساسي قانون کې د یوه سلطان په توګه له ډېر ځواک څخه برخمن دی او دا قانون باید تعدیل شي.

اجرايي ریاست هم د اساسي قانون پر تعدیل، او د لویې جرګې پر جوړېد او د نظام پر بدلون ټینګار کوي.

د ملي یووالي حکومت د هوکړې د عملي کولو د کمېسیون رییس د اساسي قانون د تصویب د څوارلسمې کلیزې په مراسمو کې واک د ارګ په انحصار کې ګڼي او وايي په ریاستي نظام کې د ولسمشر صلاحیتونه له اندازې زیات دي.

ښاغلي ناطقي په دې اړه زیاته کړه:«د قانون ۶۰ – ۷۷ مادې د ولسمشر د واکونو په اړه دي او د ولسمشر واکونه فوق العاده زیات دي د یوه سلطان او کله هم له هغه زیات. په سیاسي او اقتصادي، امنیتي او ټولو برخو کې ولسمشر ډېر واکونه ورکړل شوي دي.»

ښاغلی ناطقي وايي که‎څه هم د ملي یووالي حکومت د موافقې له مخې د کابینې د پرېکړو اجرا کېدل د اجراییه ریاست واک دی خو دا ریاست د حکومت په اجرايي کارونو کې هېڅ رول نه‎لري.

محمد ناطقي دا ستونزه د اجراییه ریاست د بې پامۍ له امله هم بولي.

ناطقي زیاته کړه:«هوکړه‎لیک اجرايي ریاست ته اجرايي واکونه ورکړي ترڅو په ټولو بنسټونو کې اجرايي واک ولري خو بر عکس دی او اجرايي ریاست هېڅ صلاحیت نه‎لري او اجرايي واکونه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره دي.»

Meanwhile, the Office of CEO Abdullah Abdullah has also called for fundamental reforms to be brought to the Constitution by holding a constitutional Loya Jirga (council of elders). 

د عبدالله عبدالله ویاند د اجراییه ریاست د واک شریکان د ژمنو په ماتولو تورنوي او د نظام پر بدلون ټینګار کوي.

د عبدالله ویاند مجیب الرحمان رحیمي څرګنده کړه:«اجراییه ریاست د نظام پر بدلون، د قانون په تعدیل د سیاسي هوکړې پر پلي کېدو او د واک نه متمرکز کېدو ته ژمن دی.»

قانون پوهان هم وايي چې د اساسي قانون څه د پاسه ۱۰۰ مادې تعدیل ته اړتیا لري او د دغه قانون د کارولو دوام په هېواد کې د ستونزو د زیاتېد لامل ګڼي.

قانون پوه عین الدین بهادري په دې اړه وايي:«د اساسي قانون د تعدیل لپاره دلایل شته د دغه قانون باید څه باندې ۱۰۰ مادې تعدیل شي.»

د غونډې برخوال د اساسي قانون د مثبتو اړخونو یادونه هم کوي خو وايي په دې قانون کې د قدرت تمرکز لویه ستونزه ده.

شریک یي کړئ