د ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲ مه) په عمومي غونډه کې، له طالبانو سره د حکومت د خبرو اترو څرنګوالی او یو لوریز اوربند غځول وڅېړه.
د ولسي جرګې مشر، له طالبانو سره د خبرو اترو څرنګوالی مبهم بولي او ټینګار کوي چې خلک به د سولې له ناڅرګند بهیر څخه به ملاتړ ونه کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه وویل:« هغه سوله چې ګونګه وي، او هغه سوله چې ټول جزیات یې د افغانستان له خلکو پټ وي موږ هېڅکله دا نه شو منلای.»
بل لور د ولسي جرګې یو شمېر غړي په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره د هڅو ستاینه کوي خو حکومت د سولې په خبرو کې په پټو جوړجاړیو تورنوي.
د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام وايي:«موږ د دې سولې په اړه چې مدیریت یې ښاغلی غني او بهرني مدافعان یې لري اندېښمن یوو او ډېر روښانه او په څرګنده وایوو چې زموږ لپاره هېڅ ډول توطیه د منلو وړ نه ده.»
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي بیا وايي:«ښه ده چې موږ همدا میکانیزم په جریان راولو پرې یوه هوکړه وي، یو ګډ پېژاند دې وي او د سولې بهیر دې د یوې وسیلې په توګه ونه کارول شي چې یوه ډله دې لاړه شي او بله دې راشي.»
خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر له پروګرامونو ملاتړ کوي.
په پارلمان کې د کوچیانو استازي ملا تره خېل په ډاګه کړه:«باید د ولسمشر له دغه نوښت څخه له دغه جرأت څخه ستاینه وشي او پر موږ استازو فرض عین دی چې ملاتړ یې وکړو.»
د سولې عالي شورا او افغان حکومت له طالبانو سره هر ډول پټې خبرې ردوي.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري څرګنده کړه:«په هغې کڅوړه کې چې د سولې عالي شورا د افغانستان د خلکو له غږه توحید کړې په هغه کې د امنو سیمو هېڅ بحث نشته.»
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي:«ولسمشر له بېلابېلو سیاسي شخصیتونو، د ګوندونو له استازو، جهادي شخصیتونو، د پارلمان له محترم رییس او د خلکو له بېلابېلو طبقو سره مشورې پیل کړي دي او موږ تمه لرو کهچېرې پارلمان کوم نظر ولري باید له موږ سره یې شریک کړي.»
د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په وینا حکومت په یوې تازه طرحه کې هڅه کوي ترڅو د هېواد یو شمېر سیمې د امنو سیمو په توګه طالبانو ته وسپاري؛ خو د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې هېڅ کوم بهیر د خلکو له سترګو پټ نه دی.