Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استازي: کابینه کې دې د سرپرستۍ فتنه پای ته ورسول شي

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د حکومت مشران باید د نوماند وزیرانو سرپرستۍ ته دې ژر تر ژره د پای ټکی کېږي. ترڅو په دغو وزارتونو کې کارونه په سمه توګه مدیریت شي.

دغه استازي وايي سرپرستان اجرايي واک نه‎لري او دا کار د دې لامل شوی چې په زرګونه هېوادوال د هېواد د وزارتونو د دروازو تر شا بې برخلیکه پاتې شي.

د ولسي جرګې غړی خالد پشتون په دې اړه وویل:«پارلمان یو ځل بیا پر حکومت غږ کوي او په جدي توګه غواړي چې د کابینې د وزیرانو بشپړ نوملړ دې ولسي جرګې ته واستوي ترڅو د حکومت کابینه بشپړه شي او د ولسي جرګي هم هغوی ته صندوق کېږدي او ورته رایه ورکړي.»

په همدې حال کې زلمی سالارچې د کورنیو چارو وزارت یو افسر دی، له هغو زرګونه دولتي کارکوونکو څخه دی چې د وزیرانو د سرپرستۍ له کبله یې د تبدیلۍ حکم نه دی پلی شوی او اوونۍ اوونۍ یې په کابل کې په بې برخلیکه وضعیت کې تېرې کړي دي.

زلمی په کندهار کې د کورنیو چارو وزارت اړوند افسر دی چې غواړي د عامه محافظت ریاست ته تبدیل شي.

زلمې سالار په دې اړه وايي:«غوښتنه مې کړې وه چې د کندهار له امنیه قومندانۍ څخه محافظت عامه ته تبدیل شم، د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم حکم را کړ، خو ستونزه دلته ده چې دا حکوم اجرايي نه دی ځکه چې د کورینو چارو وزیر سرپرست دی.»

خو حکومت یو ځل بیا وايي ولسي جرګې ته د ټولو نوماند وزیرانو پر پېژندو ټینګار کوي.

د اجراييه رییس د ویاند مرستیال امید میثم څرګنده کړه:«د حکومت مشرتابه ژمن او واجد شرایط کسان معرفي کړي او په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر مسوولیت دی چې په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو سره همغږي کړي ترڅو په یوې مشخصې ورځې دغه نوماند وزیران د رایې د ترلاسه کولو لپاره پارلمان ته ولاړ شي.»

دم‎ګړۍ د ملي یووالي حکومت د کابینې کابو ۱۰ وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه حکومت له پیله، هېڅکله یې کابینه بشپړه شوې نه ده.

وبه لیدل شي چې حکومت به نېږدې راتلونکي کې ولسي جرګې ته د ټولو نوماند وزیرانو د نوملړ پر استولو به بریالی شي او که څنګه؟

شریک یي کړئ