Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

استرالیا ۳۰ پوځي سلاکاران افغانستان ته را لېږي

د استرالیا حکومت دوشنبې)د غبرګولي۸مه) اعلان کړی چې افغانستان ته د روزنې، مشورو او مرستو ماموریت په موخه ۳۰ پوځي سلاکاران ليږي.

په افغانستان کې له دغو ۳۰ استرالیايي مشاورینو رالیږد سره به د دې هېواد د ځواکونو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسیږي.

استرالیا که څه هم د ناټو  د غړو هیوادونو له دلې نه دی خو له ۲۰۰۲ کال راهسې له امریکا سره کلک همغږی هېواد پاتې شوی دی.

د آسټرالیا دفاع وزیره، مریسی پاین وايي:«د امریکا لخوا د ناټو غوښتنې په ملاتړ نن زه اعلان کوم چې د استرالیا حکومت ۳۰ پوځې مشاورین په  خپلو سرتیرو  کې د زیاتیدو په اړه  هوکړې ته رسیدلی. اوس مهال په افغانستان کې د استرالیا ځواکونه له ۲۷۰ تنو څخه ۳۰۰ تنو ته زیاتېږي.»

د استرالیا دفاع وزیره پر دې خبرې ټینګار وکړ چې دغه دیرش تنه پوځي مشاورین  په افغانستان کې د ۲۷۰ استرالیایي سرتیرو ترڅنګ د روزنې ، صلاح مشورو او افغان امنیتي ځواکونو ته د مرستو په ماموریت  کې به کار کوي

د آسټرالیا دفاع وزیره زیاتوي:«دغه تازه دمي سرتیري به استرالیا ته اجازه ورکړي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د مرستې په بڼه د روزنې، مشورو، او مرستو ماموریت ته نور روزونکي ولېږي او د دغه ماموریت موخه د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړول دي او دغه  مشاورین ونډه به په دې ماموریت کې  روزنه، مشورې او مرستې وي.»

په افغانستان کې ناټو اوس مهال ۱۵ زره پوځیان لري.

خو په دې هیواد کې د ناټو قومندانان بیا وایي،  په دې هیواد له دریو زرو نیولې تر پنځو زرو تنو نورو پوځي سرتیرو ته  اړتیا شته ترڅو وکولای شي افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې، مشورو او مرستو ماموریت په بهترینه بڼه ترسره کړي.

ټاکل شوې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د زیاتیدو په اړه وروستۍ پریکړه په راتلونکي اوونۍ کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ونیول شي.

په داسې حال کې چې ناټو افغانستان ته د نورو سرتیرو د لېږلو په اړه د واشنګتن غوښتنې پر څیړنو بوخت دی، په دې اړه استرلیا خپله وروستۍ پریکړه کړې ده

شریک یي کړئ