د ملي امنیت پخوانی رییس د ملي یووالي حکومت په هېواد کې قومي تفرقې ته پر لمن وهلو تورنوي او وايي چې د حکومت مشران له دې کار سره، په حکومت کې د خپل پایښت لپاره هڅه کوي.
ښاغلي خالد چې په دې وروستیو کې د «امید صبا» په نامه سیاسي جریان رامنځته کړی او خپلې دا ویناوې یې نن (جمعه د زمري په ۲۶ مه) په خوست ولایت کې څرګندې کړې.
ښاغلي خالد چې د خوست ولایت اوسېدونکو ته وینا کوله، د هېوادوالو د امنیت او دندې لپاره د حکومت په بې پروګرامۍ یې سخته نیوکه وکړه.
د امید صبا سیاسي بهیر مشر وايي چې د هېواد د کړکېچ یوازینۍ حل لاره، د ټاکنو ترسره کول دي – هغه ټاکنې چې د هغه په باور باید رڼې او عادلانه ترسره شي.
ښاغلي خالد له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې خلک له سولې ملاتړ کوي خو په دې شرط چې د خلکو عزت په هغه کې تر پښو لاندې نه شي.
هغه زیاته کړه:«دغه هېواد سوله غواړي. زه او تاسې او ټول باعزته سوله غواړو. په سلګونه تنه خلک تېره جمعه شهیدان شول. نه حکومت د اوربند له څرنګوالي خبر دی او نه په دې اړه له خلکو سره سلا مشوره شوې چې ایا خلک همغږي دي که نه.»
اسدالله خالد، د خپلو ویناوو په بله برخه کې وویل چې امنیتي ځواکونو ته د ناسمو مالوماتو د رسېدو له امله، د غزني ښار ځینې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې. د هغه په باور، کهچېرې وضعیت په همدې ډول دوام پیدا کړي او حکومت خپلو پلانونو ته غور ونه کړي، د کړکېچ لمن به پراخه شي.