Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي ګوند خپل درې مهم غړي ویستل

د ګلبدین حکمتیار ګوند، حزب اسلامي سې‎شنبې ناوخته(د کب۲۲مه) د اعلامیې په خپرولو سره د ګوند درېیو غړو له ویستلو خبر ورکړ.

په اعلامیه کې راغلي ده چې هېواد کې د وروستیو پېښو ته په کتو سره د اسلامي حزب د مشري پلاوي غړي د رایو په اکثریت سره د دې ګوند غړي، عبدالهادی ارغندیوال، انجنیر محمدخان او داکتربصیر انور د ګوند له غړي‎توبه بې‎برخې کړل.

ښاغلی ارغندیوال د افغانستان اسلامي حزب مشر دی او پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستي دور کې د اقتصاد وزیر وه.

انجینر محمد خان هم اوس‎مهال د ملي یووالي حکومت د اجرائيه رئيس، عبدالله عبدالله لومړی مرستیال دی.

د ګوند بل ویستل شوی غړی، داکټر بصیر انور اوس‎مهال د هېواد عدلیې وزیر دی.

اسلامي ګوند خپل درې مهم غړي ویستل

د اعلامیې پر اساس ویستل شوي غړو له نورو ګوندونو سره اړیکې درلودې او د اسلامي ګوند پر خلاف یې کار کاوه

شریک یي کړئ