Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اشرف غني: فساد هېواد کې د ناامنۍ او بې وزلۍ اصلي لامل دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې، فساد یې په هېواد کې د ناامنۍ او بې وزلۍ اصلي لامل وباله.

ښاغلي غني په دې اړه وویل:«فساد او بې عدالي د اساسي قانون د پلي کېدو مخه نیسي او بالاخره فساد د ناامنۍ او بې وزلۍ اصلي لامل دی.»

له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې لمانځغونډه، نن له غرمې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه. په دغو مراسمو کې، ځينو بهرنیو ډيپلوماټانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازي، کابل کې د امریکا، برېټانیا سفیرانو او همدارنګه د افغان حکومت ځينو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

ولسمشر غني په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل:«کله چې د اصلاحاتو په اړه خبرې او بحث کوو، ځينې کسان فکر کوي چې سولې اواز اچوونکي غواړي، نورو ته کندې وکیندي او هغوی له اصلاحاتو منفي اخیستون لري.»

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره باید نسلي تغییر رامنځته شي - هغه بدلون چې د هغه په اند دومره مهم او اړین دی چې له هغې پرته، افغانستان به بېرته شا ته ولاړ شي.

هغه له رسنیو، خلکو او مدني ټولنې وغوښتل چې له فساد سره د مبارزې لپاره له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په دغې غونډه کې هغه څه چې د قانون جوړونې او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت لاسته راوړنه بولي، یادونه وکړه. ښاغلي دانش اطلاعاتو ته د لاسرسي او د کانونو قوانین د حکومت د لاسته راوړنې په توګه یاد کړل.

په داسې حال کې حکومت د دغو قوانینو له تصویبه د لاسته راوړنې په توګه یادونه کوي، خو هېواد کې له فساد سره د مبارزې بنسټونه وايي په دغو قوانینو کې د حکومت له خوا لاسوهنه شوې ده. 

له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونده کې، د حکومت لوړپوړو چارواکو «له فساده د خالي ټولنې په لور» د اماندارۍ ژمن لیک لاسلیک کړ.

شریک یي کړئ