Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اغاخان بنسټ؛ د ښارونو د معیاري کولو پروګرام پیل کړی

اغاخان بنسټ؛ د ښاري میعاري کېدو او له نورو سیمو رالېږدېدلو کسانو لپاره د هستوګنې په موخه د «اسکان» تر نوم لاندې د معیاري ښاري جوړښتونو پروګرام پیل کړ. 

د دې بنسټ له لوري د یاد پروګرام مشر انو روهل وویل، دوی هیله لري چې د غرونو اوسېدونکو ته هم د ژوند کولو ښه زمینه برابره کړي او پرمختګ وکړي. 

روهل زیاته کړه: «اوس په افغانستان کې دا ټولې چارې ډېرې اړینې دي، موږ دلته یو، ځکه باوري یو، چې افغانستان د اغاخان بنسټ د فعالیتونو لپاره یو تر ټولو مهم هېواد دی، موږ غواړو، چې غرني خلک نه یوازې بېغمه کړو، بلکې د پرمختګ زمینه ورته برابره کړو.»

طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د دې پروګرام د پیل هرکلی کوي او زیاتوي چې د طبعي پېښو د ځپنې له امله موږ داسې مرستو ته اړتیا لرو. 

ښاغلي فهیم وویل: «د هغو لسو هېوادونو په برخه کې چې د طبعي پېښو له امله سخت ځپل شوي، افغانستان ته باید لومړی یا دویم ځای ورکړل شي.»

د اغاخان بنسټ د دې پروګرام اجراییه مشر شادمان حاجي بیګ‌اوف هم ورته څرګندونې لري، هغه د دې پروګرام په پرانیستغونډه کې وویل: «په افغانستان کې په منځني ډول هر کال ۵۶۰ تنه مړه کېږي، سیلابونه د خلکو ژوند ګواښي او فقر اته زره تنه اغېزمن کړي، د راپورونو له مخې لس زره کیلومتره واټونه واورې ښويېدنې ګواښي.»

په افغانستان کې د اغاخان بنسټ استازې نورجهان مواني په دې اړه زیاته کړه: «د ځمکو را ژوندي کول بزګرانو ته د ډېرې لاسته راړونې او ښارونو ته د کډوالۍ پر فشار د کمېدنې په مانا دي، زموږ مرستې د خلکو تر منځ د سنتي اختلافونو له منځه وړلو او عامه بنسټونو کې لګېدلې دي.»

دوی زیاتوي چې د ښارونو معیاري کېدو تر څنګ د ټولنیز وضعیت د لا ښه کېدو لپاره پر نورو پروګرامونو هم غور کوي.  
 
شریک یي کړئ