ټاکل شوې ده چې په لنډو ورځ کې د امر یکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جمیز مټیس به د سویلي اسیا یو شمېر هېوادونو ته خپل سفر پیل کړي او هندي چارواکي وايي چې د دې سفر په لړ هند ته د مټیس سفر د اجنډا په سر کې افغانستان وي.
دغه هندي چارواکي وایي، د دغه سفر د اجندا په سر کې به د افغانستان حالات، د دغه هېواد په بیارغونه کې د هند ونډه او نوي ډيلي ته د امریکا لخوا د اف ۱۶ جنګي الوتکو پلور شامل وي.
یاد چارواکي زیاتوي، دواړه خواوې به پر یادو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د اسیا سویل او په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتونو د نوې تګلارې تر اعلانیدو وروسته د سیمې هېوادونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا لومړی سفر دی او لا روښانه نه ده چې جیمس متیس به افغانستان هم راشي او که نه.
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغل دي:«امریکا هند د مهم او ارزښتناکه شریک په توګه ګوري چې د دې دواړو هېوادونو ګټې د سویلي آسیا څخه په پراخه کچه د پراختیا په حال کې ده.»
د روان زیږدیز کال په جون میاشتې کې د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي امریکا متحده ایالاتونو ته سفر وکړ او له امریکايي چارواکو سره یې لیدنه درلوده. اوس دې هېواد ته د مټیس سفر ښیې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي همکاري زیاته ش،ې ده.
له دې سره چې امریکا د آسیا سویل په اړه خپله تګلاره اعلان کړه او په ترڅ کې یې له هند څخه د افغانستان سره د لا ډېرو همکاریو او له پاکستان څخه یې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالو له منځهوړو غوښتنه وکړه.
د راپورونو له مخې مټیس به په دې سفر کې هند ته د ۱۶ میلیارډه ډالرو په ارزښت د اف ۱۶ ډوله الوتکو پلور په اړه هم خبرې وکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې دا هېواد د پاکستان او چین لخوا ګواښونو سره د مبارزې په موخه کابو ۱۰۰ الوتکو اخیستو ته اړتیا لري.
ټاکل شوې ده چې هند د دې امریکا دفاع وزیر دې سفر په ترڅ کې د بېپیلوټه الوتو پېر په برخه کې هم خبرې اترې وکړي.
ویل کېږي چې ښاغلی مټيس به له افغانستان څخه هم لیدنه وکړي، خو تر اوسه پورې نه ده تائید شوې.
«»