د امریکامتحده ایالاتونو جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکېن کابل ته راغلی ترڅو د افغانستان اوضاع له نږدې څخه وڅېړي. ښاغلی مکېن وايي چې ښاغلی اوباما له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو د مهالوېش په اړه ضعیف پوهاوی لري.
هغه زیاتوي چې له افغانستان څخه د دغو ځواکونو د ویستو لپاره د مهالوېش جوړول به د واشنګټن تر ټولو ستره تېروتنه وي.
مکېن زیاته کړه: " فکر کوم تر ټولو ستره تېروتنه چې امریکامتحده ایالات یې تره کوي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو لپاره د مهالوېش جوړول دي چې دا کار هغو زړورو امریکایانو او افغانانو ته خیانت دی چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی او لا هم قرباني ور کوي.
دا کار یوه غمیزه ده او همدارزا د طالبانو د بریا لپاره د دروازې پرانیستې پرېږودل دي چې په افغانستان کې د بریا ترلاسه کول به وي.
فکر نهکوم چې د افغانستان خلک دې یوځل بیا د طالبانو د دولت د جوړېدو غوښتوونکي و.
داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر نهغواړي چې موږ خپل ځواکونه د اوضاع په پام کې نیولو سره د خپلو قوماندانانو د مشورو پر بنسټ له افغانستان څخه بهر کړو".
ښاغلی مکېن زیاتوي چې د امریکا خلک په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د سولهییز ځای پر ځای کېدو څخه ستاینه کوي. هغه وايي چې د امریکامتحده ایالات باید په افغانستان کې د دقیقې ارزونې له مخې د خپلو سرتېرو په شمېر کې تغیر راولي.
سناتور مکېن په دې اړه وویل: " هغه څه چې مهم دي، په افغانستان کې زموږ د موخو څرګندول دي او دغو موخو ته د رسېدو لپاره دقیقه ارزیابي کول دي.
له هغه څخه وروسته د دې پرځای چې د خپلو ځواکونو د ویستلو مهالوېش جوړ کړو باید یوه روښانه تګلاره جوړه شي".
د طالبانو د وروستیو بریدونو زیاتوالی د داعش په نوم د نوې راپیدا شوې ډلې حضور دغه امریکايي مقام یې اندېښمن کړی دی.
سناتو مکېن له یوه لوري په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور د پراختیا په اړه اندېښنه لري او له بل لوري وايي چې طالبانو داثابته کړې چې کولای شي د کال په هر فصل کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
جان مکېن څرګنده کړه:" د طالبانو لخوا د وروستیو بریدونو زیاتوالی دوه شیان څرګندوي، لومړی دا چې طالبان تر اوسه هم ځانګړې وړتیا لري، خو طالبان د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ماته نهشي ورکولای. له افغان امنيتي ځواکونو څخه د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ افغان پوځیانو ته وړتیا ورکوي څو د طالبانو په وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي. له دې پرته دا خطر رامنځته کولای شي".
سناتور جان مکېن په راتلونکو ټاکنو کې د بریا په صورت کې له افغانستان څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند د ملاتړ ډاډ ورکوي.
په دې اړه مو اندونه