Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د داعش ډلې پر لېږد د ایران سفیر ادعاګانې

په افغانستان کې د ایران سفیر ادعا کوي چې افغان حکومت ته یې دغه هېواد ته د داعش ډلې د لېږد د څرنګوالي په اړه مالومات وړاندې کړي دي.

په کابل کې د ایران سفیر رضا بهرامي، که‎څه هم روښانه نه کړه چې دا ډله د چا له خوا افغانستان ته لېږدول شوې خو هغه وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت پراختیا د ایران او افغانستان یوه ګډه اندېښنه ده.

هغه په دې اړه زیاته کړه:« د څرګند او پټو مالوماتو یوه برخه مو د امنیتي سرویس په واسطه له نورو سیمو افغانستان ته د داعش ډلې د ځينو غړو د لېږد د څرنګوالي په اړه افغان امنیتي سیسټومونو ته مو ورکړې.»

طلوع نیوز بریالی نه شو چې په دې اړه د حکومت نظر هم ترلاسه کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د افغان پوهانو ادراک د هغې څېړنې نوم دی چې د افغانستان د مطالعاتو انسټېټیوټ لخوا ارزول کېږي. په دغه څېړنه کې د افغانستان په هکله د ایران د دولت کړنې ارزول شوې دي.

په دغه څېړنه کې تر ډېره اقتصادي، سیاسي او مذهبي اړیکې ارزول شوې دي.

د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ څېړونکی ډاکټر سردارمحمد رحیمي په دې اړه وویل:«د ایران امنیتي سیاست ته د افغان مخکښانو لیدلوری منفي او پنځه پونځوس دی، د اقتصادي سیاستونو په اړه ۴۱ سلنه دی په مذهبي حوزه کې ډېری رضایت لري چې کابو ۶۷ سلنه مخکښان رضایت لري.»

خو د دې څېړنې ځینې برخې د یو شمېر ایراني پوهانو لخوا هم ارزول کېږي.

د ازادي اسلام واحد افغانستان پوهنتون استاد علي اصغر داوودي په دې اړه وویل:«ایا تاسو د افغان مخکښانو او نخبګانو شمېره لرلې ده؟ تاسوې څو ولایتونونه په پام کې نیولي. په افغانستان کې کابو څو دېرش ولایتونه شته، تاسې کابو ۷ تر ۸ ولایتونه په نظر نیولي. ایا تعمدی په پام کې وه؟ ولې نور ولایت په پام کې نیول شوی نه دی.»

د دغو مراسمو یو شمېر برخوال په دې باور دي چې د دا ډول څېړنو ترسره کول د دولتونو ترمنځ اړیکو د ښه کولو لپاره ارزښتمن دي که څه هم دواړه هېوادونه لرغونې کلتوري اړیکې لري.

شریک یي کړئ