Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د اوو هېوادونو لپاره نوي سفیران وګمارل

طلوع نیوز ته د رارسېدلو مالوماتو له مخې افغان حکومت په اوو هېوادونو کې نوي سفیران ګمارلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه یوې سرچیني طلوع نیوز ته ویلي د حکومت د پرېکړې له مخې په بن کې افغان کونسل نعمت ثایر په المان، د اداري فساد سره د مبارزې کمېټي کمېشنره هلینا ملکیار په ایتالیا، د ولسي جرګې پخوانی غړی عباس نویان په سوېډن، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد رییس، حسن سروش په کاناډا، په نیویارک کې افغان ديپلومات، یوسف غفورزی په ناروې، د ديپلوماسۍ انستیتيوت رییس محب سپین غر په مالیزیا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر شهزادګل اریوبي په چک هېواد کي د نوي سفیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په دې وروستیو کې پر یو شمېر ګمارنو نیوکې شوې او هغه سیاسي بللې شوې دي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د حکومت په کچه وروستیو ګمارنو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي عبدالله چې (دوشنبې د غبرګولي په ۹مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې وویل د هېواد اجراییه رییس په توګه شرمېدلی چې د یو شمېر وزیرانو د کار دپایته رسېدو د نېټې په تړاو خبر کړی شوی نه دی.

نوموړي په دې اړه وویل:"ما د هېواد د اجراییه رییس په توګه خجالت ویست چې یوه وزیر چې دنده یې پایته رسېدلې وه له ما پوښتنه وکړه چې تاسې په جریان کې یاست؟ ما ورته وویل نه زه هېڅ خبر نه وم."

هغه وړاندې وویل:"د تازه ګمارنو سره باید خدمتونو مخطل نشي او د خلکو په ذهن کې پوښتنې پیدا نشي. نو هره پرېکړه چې د وزیرانو په کچه په دې شپه او ورځ کې کېږي، تاسې یې په خبرونو کې اورئ، دا چې یوه سیاسي پرېکړه وبلل شي، بل څه نه بلل کېږي."

ښاغلی عبدالله همداراز وايي د وزیرانو  په کچه کوم بدلون چې راځي دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې خبرېږي.

نوموړی وړاندې وايي:"د خواشنی ځای همدا دی، کله چې په کابینه کې بدلون راځي خلک او اړوند وزیران د ټولنیزو رسنیو له لارې مالومات ترلاسه کوي."

دغه سفیران د المان، ایتالیا، عباس نویان په سوېډن، حسن سروش په کاناډا، ناروې، مالیزیا او چک هېوادونو کې د نوي سفیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

شریک یي کړئ