Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان سره ژمنه شوي ۶۰۰مېلیون ډالر د مکسیکو پر دېوال لګول کېږي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره څه باندې ۶۰۰ مېلیون ډالره له هغې بودیجې چې افغان امنیتي ځواکونو ته ځانګړي شوي وو، له مکسیکو سره په سرحدي دېوال کې به ولګول شي. 

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پتریک شاناهان وايي له یو اعشاریه پنځه مېلیارد ډالرو څخه چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د دېوال د جوړولو لپاره په پام کې نیول شوې وو، یوه برخه دا پیسې به له هغې مالي بودیجې برابرې شي چې د افغانستان لپاره یې ژمنه شوې وه.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پټریک شاناهان په دې اړه وویل:«زه به د سرحدي دېوال لپاره نورې پيسې بېلې نه کړم، د دغه دېوال لپاره یو نیم مېلیارد ډالر په پام کې نیول شوي وو، یوه برخه یې له سپما شویو پیسو څخه چې په افغانستان کې لګول کېدې، ژمنه یې شوې، موږ په دې برخه کې هوښیار خلک لرو او داسې لارې چې پر چمتووالي مو اغېز ونه کړي پيدا کوو.»

یوه امریکایي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي له افغانستان سره له ژمنه شویو پيسو څخه به څه د پاسه شپږ سوه مېلیون ډالر د دغه دېوال پر جوړولو ولګول شي.

د مکسیکو دېوال جوړول او د افغانستان د جګړې پای ته رسول په ټاکنیزو مبارزو کې د ټرمپ ژمنې وې.

له دې سره سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او همداراز د دغه هېواد د مرستو د کمښت په اړه اندېښنې موجودې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د خبرو شپږم پړاو پای ته رسولی او دواړو لوریو د دغو خبرو په اړه هیله مندي څرګنده کړې ده.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر د دې هېواد کانګرس ته د پنځه اعشاریه اوه مېلیارد ډالري بودیجې وړاندیز کړی و خو د دغه هېواد د کانګرس د غړو له مخالفت سره مخامخ شو.

شریک یي کړئ