Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان له یمن وروسته په نړۍ کې د ماینونو دویم قرباني هېواد دی

پر ماینونو د څار د یوه نړیوال بنسټ «لنډماین مانیټور» موندنې ښيي چې افغانستان له یمن وروسته د نړۍ دویم قرباني هېواد دی.

د نوموړي بنسټ د څېړنو له مخې چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د مین ضد نړیوال بنسټ لخوا خپرې شوې د دې ښودنه کوي چې افغانستان تراوسه هم د میانونو له خطر سره مخامخ دی او هره میاشت یې له امله کابو سل تنه ژوند له لاسه ورکوي او په سلګونه نور ټپي کېږي.

له ماینونو اغېزمن افغانانو موسسې مشر اسلام محمدي په دې اړه وویل:«افغانستان د تېر کال په پرتله ډېره قرباني لري. خو سږ کال یمن هم د ماین ډېر قربانیان لرل. یعنې دا نه چې په افغانستان کې د ماینونو قربانیان کم شوي. د تېر کال په پرتله چې د ماین قربانیان ۱۳۱۰ تنه وو، سږکال ۱۹۴۳ تنو ته لوړ شوي دي.»

د دغه رپوټ له مخې په هېواد کې د جګړې دوام د ماینونو او ناچاودو توکو ګواښ ډېر کړی دی.

د ماین پاکونې د موسسې د پرژوې مسوول عبدالوحید لېوال په دې اړه وویل:«د افغانستان د ماین پاکونې پروګرام د کال له پیله تراوسه توانېدلی چې کابو ۸۰۰ زره د پرسونل ضد او کابو ۳۰ زره کړۍ د ټانک ضد ماین شنډ کړي.»

که څه هم په افغانستان کې یو شمېر چاودېدونکي توکي د امریکايي ځواکونو پاتې مهمات دي خو واشنګټن د دغو توکو پر پاکولو ټینګار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو مسوول چرېل نېلي په دې اړه څرګنده کړه:« په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې مو په افغانستان کې د ماین پاکۍ کابو دوه سوه پروژې بشپړې کړې دي، دا پروګرامونه د ټولنې له سوکالۍ سره مرسته کوي خو  تراوسه هم باید په افغانستان کې د مین پاکۍ په برخه کې ډېر کار وشي.»

آمنه اعظیمي د واټونو ترڅنګ ماین یوه زیانمنه ده چې په نهه کلنۍ کې یې یوه پښه له لاسه ورکړې خو خپلو هڅو ته یې دوام ورکړی او اوس په یوه اداره کې کار کوي.

هغې زیاته کړه:«کله چې یوه پښه مې پرې شوه، کابو یو نیم کال په بستر کې وم د دې لپاره چې دواړه پښې مې په کلکه ټپي شوې وې.»

په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو له کاره د درېیو لسیزو په تېرېدو تراوسه هم د ماینونو او ناچاودو توکو له امله په هېواد کې خلک قرباني کېږي.

د شمېرو له مخې په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې، کابو ۱۹۴۳ تنه د ماین چاودنې قرباني شوي دي په داسې حال کې چې دا شمېر په تېر کال کې ۱۳۱۰ تنو ته رسېده.

شریک یي کړئ