د لوړو زدهکړو پخوانی وزیر او په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون بنسټ اېښودونکی ډاکټر شریف فایز د ۷۳ کلونو په عمر ومړ.
ډاکټر شریف فایز د هېواد یو علمي او فرهنګي شخصیت پېژندل کېده چې په هېواد کې یې د لوړو زده کړو تر ټولو معتبره بنسټ یعنې د افغانستان امریکايي پوهنتون بنسټ کېښود او هڅه یې وکړه څو ځوانان په هېواد کې، عصري زده کړې ترلاسه کړي.
هغه له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۷ زیږدیز کال پورې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر وو.
ډاکټر فایز د افغانستان د امریکايي پوهنتون بنسټ په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې کېښود.
هېوادوال په ځانګړې توګه لیکوالان د ښاغلي فایض مړینه د هېواد لپاره لویه علمي تشه بولي.