Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د راتلونکي کال د اټکلي وچکالۍ په اړه د م.م اندېښنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د ادارې رییس او افغان حکومت په راتلونکي کال کې د اټکلي وچکالۍ له امله اندېښمن دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې رییس وایي، که افغانستان د غنمو له کمښت سره مخامخ شي دغه سازمان به له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

ټوبي لینزر وايي که‎چېرې په افغانستان کې وچکالي راشي، دا هېواد یو نیم مېلیون ټنه غنم ته به اړتیا لري:« که‎چېرې وچکالي راشي او که د یو مېلیون او پنځه سوه زره ټنه غنمو له کمښت سره مخ شو، بې له شکه چې نړیواله ټولنه به له اروپايي هېوادونو او نورو بنسټونو سره د امکان تر حده هرڅه وکړي، خو ډاډمن یم چې دا کار به ونه‎شي.»

بلخوا له واورې او باران پرته د روان کال د څلې د ورځو تېرېدو په هېواد کې د احتمالي وچکالۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي که د ژمي تر پایه په افغانستان کې واوره او باران ونه‎شي شنه کېدونکي بوټي به له منځه ولاړ شي او کرنیز حاصلات به هم زیان ومومي.

د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال ملکیار په دې اړه وویل:«که‎چېرې موږ واوره او باران ونه لرو، اوبیزې سرچینې به له لاسه ورکړو په همدې ترتیب موږ به کرنه له لاسه ورکړو او همدارنګه بزګر به سخت زیان وویني.»

له بلخوا د کرنې وزارت هم د روان کال اورښتونه د تېر کال په پرتله لږ بولي او وايي په هېواد کې د غلې د کمښت د مخینوي لپاره ۲۴۰ زره متریک ټنه غنم زیرمه لري او د مرستندویه ادارو په مرسته به په هېواد کې پنځه نور زیرمتونونه هم جوړ کړي.

په وروستیو کلونو په تېره بیا په روان ژمي کې د باران کمښت، د ملګروملتو سازمان هم په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښمن کړی دی. د دې سازمان مسوولین وايي که په افغانستان کې وچکالي راشي هېواد به یونیم مېلیون ټنه غنمو ته اړتیا ولري.

د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل:«له دې سره چې د نورو کلونو په پرته اورښت ډېر کم دي، د غلو د کموالي د مخنیوي لپاره ما د نورو هېوادونو په مرسته په کابل، هرات، بلخ، کندهار او پلخمري ولایتونو کې زیرمه‎تونونه به جوړ شي. او همدارنګه موږ به د اوبو لګولو د سیسټم د بیارغونې  به کار وکړو. وچکالي تر ډېره للمي ځمکو ته زیان رسوي.»

د افغانستان اقتصاد په کرنې پورې تړلی او په کال کې شپږ مېلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري چې له دې جملې څلوراعشاریه پنځه مېلیون ټنه دننه په هېواد کې تولیدېږي او یو نیم مېلیون ټنه نور له بهره واردېږي.

شریک یي کړئ