Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د ناټو د سرمنشي بیاځلې ژمنه

د افغان حکومت چارواکي وايي چې ولسمشر اشرف غني او اجرايي رییس عبدالله عبدالله نن د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره له یوه منظم پروګرام سره د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ولاړل.

ولسمشرۍ دفتر دا ناسته د امنیت د ټینګښت، د سولې د خبرو او تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو د مالي تمویل د دوام له پلوه د افغانستان لپاره ډېره مهمه بولي.

خو ولسمشرۍ دفتر وايي، د حکومت مشران به دې ناسته کې له یو جامع پروګرام سره ګډون وکړي او نړیوالو ته به د ځان بسیاینې په لاره کې د حکومت د هڅو په اړه ډاډ ورکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«د دغې غونډې پایلې کولای شي د افغانستان لپاره ازښتناکه وي د دې لپاره چې موږ د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې د خپلو نړیوالو همکارانو ملاتړ ترڅنګ لرو، او همدارنګه د سولې په اړه د هېوادونو سیاسي اجماع هم لرو.»

“And Allies are increasing their commitment, both in forces and funding. We have added around 3,000 more trainers to our mission,” he said.

خو په دغه غونډه کې باید د ملي یووالي حکومت مشران د نړیوالو مرستو په اړه وضاحتونه هم ورکړي، له همدې امله ویل کېږي په وروستیو اوونیو کې د کابینې یو پخوانی غړی محاکمه شو، یو شمېر نامسووله وسله‎وال ونیول شول او د ولسمشر د یوه فرمان له مخکې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه یوه ځانګړې اداره جوړه شوه.

د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیز رفیعي څرګنده کړه:«هغه څه چې په تېرو څو اوونیو کې حکومت ترسره کړي، ننداریز دي او دا کارونه دوامداره مثبتې پایلې نه لري.»

له بلخوا د افغانستان د ژغورنې ایتلاف عالي شورا په یوه لیک کې چې د ناټو مشرانو ته یې لېږلی مرکزي حکومت د افغانانو ترمنځ په دوسیو جوړولو او تفرقې اچولو تورنوي.

اخوا د سولې غوښتنې ولسي حرکت د روسیې د سفارت په مخکې د اعتراض په پنځمه ورځ د ناټو له مشرانو داسې غوښتنې لري.

د سولې غوښتنې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر وویل:«موږ د ناټو له مشرانو غواړو چې د افغانستان د جګړې په اړه عملي اقدام وکړي او دا جګړه پای ته ورسوي، همدا اوس د افغانستان په کلي کلي کې جګړه داوم لري او خلک له دې وضعیت سره  واقعاً له ستونزو سره مخ دي.»

ټاکل شوې د ناټو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ بروکسل کې پيل شي، په دغه ناسته کې به د افغانستان په ګډون د ۴۲ هېوادونو مشرانو ګډون وکړي. د دې ناستې په دویمه ورځ به د افغانستان په اړه خبرې وشي.

افغان حکومت وايي له دې امله چې قطر او متحده عربي امارات په اسلامي نړۍ کې ارزښتناک هېوادونه دي د ناټو د روزنې له ماموریت سره د دوی یوځای کېدل د افغانستان لپاره د اهمیت وړ دي.

The NATO Heads of State and Government summit will take place in Brussels on Wednesday and Thursday and will be chaired by Jens Stoltenberg.

ولسمشر او اجراییه رییس د سې‎شنبې په ورځ په بېلو لارو بروکسل ته د ناټو سرمشریزه کې ګډون لپاره ولاړل.

شریک یي کړئ