Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د سولې هڅو ملاتړ کې د آلمان سفیر ملاتړ

په افغانستان کې د آلمان سفیر، والتر هسمن وايي چې پر ډپلوماتیکو مرکزونو ترهګریز بریدونه نشي کولی افغانستان کې د سولې په موخه د دوی د هڅو مخه ونیسي.

دجرمني سفیر کاناډا ته د پولیسو د همغږۍ د نړیوال بورډ د لیږدولو په مراسمو کې (یک‎شنبې د زمري۲۲مه) ټینګار وکړ که ترهګر فکر کوي چې پر دیپلوماتیکو ادارو په بریدونو سره په افغانستان کې د دوي د فعالیتونو مخنیوی کولاي شي تېروتنه کوي، ځکه نړیوال ځواکونه تر هغه وخته چې په افغانستان کې سوله ټینګه نشي له دې هېواده نه وځي.

دی وړاندې وايي:«که ترهګر فکر کوي چې موږ له دې هیواده وځو تیروتنه کوي، موږ به دلته پاتې شو او په دې هیواد کې د یوه سوله ایز راتلونکي لپاره به له خپلو افغان دوستانو سره کار ته دوام ورکړو.»

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو پخواني وزیر تاج محمدجاهد له دغه وزارت سره د نړیوالې ټولنې له همکارۍ مننه وکړه او په دې وزارت کې د هغو اصلاحاتو خبره کوي چې د خپل کار په یوه کال کې یې کړي دي.

خو د کورنیو چارو پخوانی وزیر،تاج محمد جاهد په دغه وزارت کې د مسلکي کسانو د دندو د خوندیتوب پر نشتوالي او د چارواکو چې نوم یې نه اخلي پر لاسوهنه نیوکه کوي.

ښاغلی جاهد وايي:«د کورنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست ۱۱۵۵ دوسیې څېړلي دي چې له ډلې یې دوه څو اویا تنه د افسران دي چې ۱۱ تنه یې جنرالان او ۱۷۷ تنه یې لوړپوړي افسران دي چې عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.»

له بلې خوا د کاناډا سفیر چې ددغه بورډ مسوولیت پرغاړه لري وايي د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره به له خپلو افغان همکارانو سره په ګډه هڅې وکړي.

همداراز د کاناډا سفیر، کینت نیوفلید څرګندوي:«زموږ د ننۍ غونډې یو مهم کار د پولیسو د نړیوالې همغږۍ د نړیوال بورډ لپاره د دندو د نوې لایحې تصویبول دي ترڅو دغه لایحه اي پي سي ته نوی ځواک وروبخښي.»

د کورنیو چارو وزارت باور لري که ددغه بنسټ څلورکلن امنیتي پروګرام په سمه توګه عملي شي، د نوموړې ادارې ټولې ستونزې به لیرې شي. 

کابل کې د آلمان سفیر، والټرو هسمن وايي تر هغې به نړیوال ځواکنه افغانستان پرېنږدي چې په دې هېواد کې سوله نه وي تامین شوې

شریک یي کړئ