Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د امریکا له تګلارې هرکلی کوي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، کورنلیوس زیمرمن د امریکا متحده ایالاتونو تګلارې څخه هرکلی کوي او وایي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو په دوام سره به افغان امنیتي ځواکونه نور هم پیاوړي شي.

دی وړاندې وايي:«زه هم د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ په توګه د سویلي آسیا په اړه د امریکا متحده ایالاتونو له تګلارې هرکلی کوم. زه فکر کوم چې ډېره مرسته به وکړي. د شرایطو سره برابره کړنلاره او له ناټو کړنلارې سره همغږې ده. موږ له یو شمېر ملګرو څخه اورېدلي دي چې دوی غواړي په ناټو کې خپل شراکت زیات کړي.»

نوموړی همداراز زیاتوي:«زه فکر کوم چې یو کوچنی زیاتوالی به هم یو لوی توپیر راولي. زه د پوځي پروګرام مسوؤل نه یم، خو له جنرال نیکلسون سره نېږدې کار کوم.»

ښاغلی زیمرمن وايي چې افغانستان کې به په یوه شپه بدلون رامنځته نشي او کله هم ډېر کم پرمختګ کېږي، خو اړینه دا ده چې موږ خپل پرمختګ ته دوام ورکړو.

دی څرګندوي:«افغان ځواکونه ورځ تربلې پیاوړې کېږي او د خلکو له ملاتړ سره اغېزمن پوځي عملیات ترسره کوي.»

دی د ملکي کسانو مرګ ژوبلې زیاتوالي په اړه وايي چې ملګرو ملتونو څرګنده کړې دا چې د ډېر شمېر مرګ ژوبلې مسوؤل مخالف وسله وال دي.

د ناټو ملکي استازي همداراز ویلي دي:«د ناټو غوڅ ملاتړ تل ټینګار کړی دی چې باید د ملکي کسانو له مرګ‎ژوبلې مخنیوی وشي.»

نوموړی په دې باور دی:«په پای کې موږ د افغانستان کړکېچ حل لارې لپاره یوې د سولې لارې ته اړتیا لرو او له همدې امله یوازې پوځي لار د تلپاتې سولې لامل نه کېږی.»

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې په اعلان سره طالبانو ته وښودل شو ترڅو دوی نشي کولی د جګړو له لارې بریالي شي.

زیمرمن وايي چې د ډېرو سرتېرو لیږل به د ډېرو ملکي کسانو وژنې په مانا وي، که مبارزه سخته شي ښايي حالت خراب شي.

د ناټو ملکي استازي له دویچه‎ولې سره په خبرو کې ویلي د امریکا متحده ایالاتونو تګلاره افغانستان کې د ناټو دریځ پر بنسټ جوړه شوې ده

شریک یي کړئ