Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې لاهم د سره صلیب د فعالیتونو ځينې برخې درول شوي

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې لاهم د دغه بنسټ ځينې فعالیتونه درول شوي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولان وايي چې هغوی تمه لري څو فعالیتونو یې ژر تر ژره له سره پيل شي.

دغه بنسټ د روان کال په وري میاشت کې، په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د طالب ډلې د ګواښ له امله، په ټول افغانستان کې یې خپل فعالیتونه درولي دي. خو موده وروسته بېرته یې خپل ځینې فعالیتونه پيل کړل.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالۍ کمېټې مرستیال ګیسټوف ګرونډ وايي چې د جګړو له ډګرونو د ټپيانو لېږد او همدارنګه له بندخونې سره د بندیانو د کورنیو د اړیکو ټینګولو لپاره د زمینې برابرول په افغانستان کې درول شوي فعالیتونه دي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«موږ ډېر اندېښمن یوو ځکه چې د ولسي وګړو د زیانمنېدو کچه ډېره لوړه ده. د دا ډول زیانمنېدو کچه، د بشرپاله او روغتیايي خدماتو کارکوونکو ته په ۲۰۱۹ز کال کې ډېره لوړه وه او دا زموږ لپاره ډېءه اندېښمنوونکې ده.»

د سره صلیب کمېټې مرسیتال وايي چې د سولې د هڅو سربېره، تراوسه هم ولسي وګړي د جګړې بیه پرې کوي.

هغه څرګنده کړه:«موږ نه یوازې دا هغه زیان چې ولسي وګړي یې ویني اندېښمن یوو، بلکې د سولې د تامین لپاره د هڅو سربېره لا هم د جګړې بیه مُلکیان پرې کوي، په ځانګړې توګه کله چې مرسته رسوونکي او روغتیاپالان په نښه کېږي.»

خو د طالبانو یو ویاند وايي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه، دا موضوع د خبرو اترو له لارې د دغې ډلې له سیاسي دفتر سره مطرح کړي.

د سره صلیب کمېټې د روان کال په وري میاشت کې، په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د طالب ډلې د ګواښ له امله، په ټول افغانستان کې یې خپل فعالیتونه درولي دي.

شریک یي کړئ