Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې له ستونزو سره د زده‎کوونکو زده‎کړې

د کابل په دیارلسمه ناحیه کې د فیض محمدکاتب د لیسې زده کونکي د لمر وړانګو ته پر ځمکه ناست زده کړه کوي.

دوي د یوې غونډۍ په لمن کې پرته له کوم دیوال څخه چې د ښوونځي انګړ په ګوته کړي نه لیدل کیږي او نه هم کتابونه لری، له دې سره سره دغه ماشومان له زده کړو سره مینه لري.

په همدې حال کې د یادې لیسې ښوونکي وایې چې تر اوسه یې ۲۰ لیکونه د پوهنې وزارت ته استولي دي، خو دې ښوونځي او زده‎کوونکو ته پام نه دی شوی.

زده‎کوونکې، حوا څءګندوي:موږ میزونه نه لري. د لمر وړانګو تر لاندې درس وایوو."

همدراز زهرا زیاتوي:"سر مې درد کوي، زکام یم.. لمر دی ناروغه کېږم."

د دې غونډۍ په یوه برخه کې د کثافاتو انبارونه لیدل کیږي، بیلابیلې ناروغۍ هم دا زده کونکي ګواښي، تېر کال درې زره دغه زده کونکي په لشمانیا ناروغۍ اخته شوي وو.

زده‎کوونکی، محمداسحق څرګندوي:"دلته سلګونه ناروغۍ شته، لشمانیا شته."

ښوونکې، زهرا وايې:"نه ټولګی شته، نه څوکی."

همداراز ښوونکی، اسدالله زیاتوي:"جنجال زیات دی، کتاب نشته، اداره نشته، درس نه ویل کېږي."

د سیمې اوسیدونکي وايي اوه کاله مخکې دا ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره په پام کې نیول شوې، خو د پوهنې وزارت مسوولینو د نوموړي ښوونځي د جوړولو لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

د سیمې اوسېدونکی، محمد حسین رضواني وایي:"شل مکتوبونه مو  وزارت ته لیږلي دي، خو فایده یې نه درلوده."

د سیمې ټولنیزې شورا مسوؤل، ناصر فیاض څرګندوي:"هرې کورنۍ ۱۵۰ افغانۍ ورکړې او اسکواټور یې کرایه کړ چې دا ځای سم کړي او دیوال یې کړي."

له درېیو کلونو راهیسې دا زده کونکي په دغه ځاي کې په لوست بوخت دي، کابو درې زره تنو ښوونځی پرې ایښی دی او ډېری یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

د پوهنې په برخه کې دمیلیونونو ډالرو له لګولو سره سره تراوسه هم د دغه ښوونځي زده کونکي چې شمېر یې کابو ۹ زرو ته رسیږي په پرانیستې فضا کې زده کړه کوي.

دوي د یوې غونډۍ په لمن کې پرته له کوم دیوال څخه چې د ښوونځي انګړ په ګوته کړي نه لیدل کیږي او نه هم کتابونه لری، له دې سره سره دغه ماشومان له زده کړو سره مینه لري

شریک یي کړئ