Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان امنیتي چارواکو د ریچارډ کایزر له کړنو ستاینه وکړه

جنرال ریچارډ کایرز چې له یوه کال راهیسې د «سیستکا» یا په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د امنیتي ځواکونو اړتیاو ته د رسېدنې او د نړیوالۍ ټولنې د مرستو د څارنې مسؤول وه، نن شنبې (د چنګاښ ۲۴ مه)کار پای ته ورسېد.

هغه خپل ځای دوه ستوري لرونکي امریکايي جنرال رابن فانټس ته چې له دې وړاندې یې په افغانستان کې کار کړی دی ورکړ.

ریچارډ کایزر هغه څوک چې هر وخت یې د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې د اداي فساد په اړه په ډاګه خبرې کولې.

هغه اوس د افغانستان راتلونکې ته هیله من دی او وايي چې سوله په دغه هېواد کې تأمینېږي.

د حکومت د یوه لوړپوړي دولتي چارواکي له خوا، د غازي محمد ایوب خان عالي دولتي مډال ورکول کېږي.

افغانستان کې یې یو کلن ماموریت پای ته رسېدلی او بېرته خپل هېواد ته ستنیږي.

هغه زیاته کړه:« هر افغان ، د یوه بریالي او داسې هېواد غوښتونکی دی، چې سوله په‎کې ټینګه وي. او موږ دغسې یوه هېواد ته ور نېږدې کېږو. او زه پر دې ډېر ښه پوهېږم.»

د ښاغلي کاریزر د خدای په امانۍ مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر او د ملي دفاع سرپرست وزیر، د هغه له کړنو ستاینه وکړه.

رابن فانتس، په سیمه کې یې ۱۲ کاله کار کړی او تر دې وړاندې یې په تاجیکستان، پاکستان او څو ځله افغانستان کې هم مأموریت ترسره کړی.

هغه ټینګار کوي:« غواړم، زموږ افغان همکارانو ته ووایم، زما لپاره د ویاړ ځای دی، چې یو ځل بیا له تاسو سره، په دې مأموریت کې کار کوم. زه په تمه یم، چې تاسو سره کار پیل کړم، ترڅو د تېر کال لاسته راوړنې مو لا زیاتې کړو. او په ګډه یو خوندي او بریالی افغانستان جوړ کړو.»

له دې سره په ورته وخت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ له دوام څخه ډاډ ورکوي:« د تېر کال سیاسي پېښو وښودله، چې موږ خپله اراده لاسه نه ده ورکړې، موږ په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن یو. او دا د امریکا او ټولو همغږو هېوادونو خبره ده.»

سیستکا یا د افغانستان د امنیتي د چارو د لېږد ګډه قومانداني درې مهم مسوولیتونه لري: د سرچینو د مدیریت لپاره د امنیتي ځواکونو د وړتیاو لوړوالی ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیا وړ سرچینو برابرول او له هغو مرستو څارنه  او حساب ورکول، چې افغانستان سره کېږي.

«سیستکا» یا د افغانستان د امنیت د لېږد ګډه قومنداني، درې اصلي کارونه په غاړه لري، د سرچینو د مدیریت لپاره د امنیتي ځواکونو د وړتیاو لوړوالی ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیا وړ سرچینو تأمین او هغو مرستو څخه مالي څارنه او د حساب ورکړه چې افغانستان ته رسېږي.

شریک یي کړئ