Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان روباټ جوړونکو نجونو بالاخره د امریکا ویزې ترلاسه کړې

د «فرسټ ګلوبل» د خبرپاڼې پر بنسټ اوس د افغان روباټ جوړونکو نجونو ډله هم د نړۍ د ۱۶۰ هېوادونو د ډلو ترڅنګ د جولای له ۱۶ تر ۱۸ مه په واشنګټن کې د روباټ په نړیوالو سیالیو کې به حضور ولري.او هغه روباټ یې چې جوړ کړی نندارې ته به یې کېږي.

دغو نجونو ویلي چې د دغو روباټ په جوړولو سره هغوی هڅه کړې چې نړیوالو ته وښيي چې د افغانستان پېغلې هم په عملي برخه کې د پرمختګ توان لري.

د افغانستان د روباټ جوړونکې ډله له ۶ غړو جوړه او له څو مودې راهیسې په هرات ولایت کې د روباټ جوړولو په روزنې بوخت دي.

له دې وړاندې د امریکا د کانګریس کابو ۵۳ غړو هم په یوه بې ساري ګام کې له دغو افغان نجونو د ملاتړ په اعلانولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه لیک په لېږلو سره ویلي دي چې دغه نجونې د امریکا امنیت نه ګواښي او دغو نجونو ته د ویزې د نه ورکولو لپاره هېڅ دلیل نشته.

اخوا څو نړیوالو بنسټونو په ټولنیزو شبکو کې د دغو نجونو د ملاتړ لپاره د لاسلیکونو د راغونډولو لپاره  پروګرام  پېل کړی دی.

د هغه بنسټ  مشري چې د روباټونو په برخه کې دغو  نجونو ته زده کړه ورکوي د  افغانستان د ځوانو مشرانو د ډلې د یوې غړې رویا محبوب له خوا کېږي؛ دغه بنسټ له دوو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو په تېره بیا د روباټونو په برخه کې یو شمېر نجونو ته زده کړه ورکوي .

شریک یي کړئ