Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان سیاستوال له دوحې ناستې د سولې هیلې لري

د هېواد جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف هیله لري چې د دوحې ناسته هېواد کې د سولې د راوستو لامل شي.

ښاغلي سیاف ارګ کې د افغان حکومت مشرانو او سیاستوالو سره په ارګ کې ناسته کې وايي، هېواد کې باید داسې سوله راشي چې د جګړې د پای، د خلکود عزت، ملي ارزښتونو او حاکمیت لامل شي.

هغه له طالبانوغواړي چې یادې ناستې ته د اصلاح په نیت راشي تر څو هېواد کې د جګړې پای ته زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د هېواد پخوانی ولسمشر، حامد کرزی هم د ناستې په ګډون‎والو غواړي چې د سولې لاره په هېواد کې ولټوي.

د سولې عالي شورا مشر، محمد کریم خلیلي هم په هېواد کې جګړه د ستونزو د حل لار نه بولي.

د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په دې باوري دی چې د افغانستان اکثریت خلک سوله غواړي، خو تېر وخت ته د تلو غوښتونکي نه دي.

د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په دې باوري دی چې د افغانستان اکثریت خلک سوله غواړي، خو تېر وخت ته د تلو غوښتونکي نه دي

شریک یي کړئ