د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره وايي چې ولسمشر غني، نن له غرمې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلی دي چې په دغې لیدنه کې دواړو خواوو «د دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو، د افغانانو په مشرۍ او مالیکت د سولې بهیر، او د بین الافغاني مذاکرو د نورو اقداماتو په اړه سره خبرې اترې وکړې.»
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د سولې ټینګښت په درشل کې د سیمې او نړۍ هېوادونو همکاري مهمه وبلله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، نن له غرمې مخکې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی، هغه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست صلاحالدین رباني سره هم ولیدل.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې ښاغلی قریشي له افغانستانه، ایران، چین او روسیې ته هم سفر وکړي او د دغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
دا په وروستیو لسو ورځو کې افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دویم سفر دی. هغه د لیندۍ په ۲۴ مه، د کابل، اسلام اباد او بېجینګ درې اړخیزې غونډې کې د ګډون په پاره کابل ته راغلی و.