Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ځواکونو د خواجه عمري ولسوالۍ ولکه کړه

د ملي پوځ یو چارواکی وايي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ مرکز په یوه پوځي عملیاتو کې بېرته ونیو.

د خواجه عمري ولسوالۍ کابو یو کال مخکې د لنډې مودې لپاره د عزني ښار له پرځېدو سره د طالبانو لاس ته ورغلې وه.

د ملي پوځ چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونه د طالبانو له شتونه د دغې ولسوالۍ د دولتي ودانیو پر چاڼ او پاکولو بوخت دي.   

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د پنجشنبې په ورځ زابل ولایت ته په سفر کې وویل چې د هېواد ځينې برخې چې له کلونه کېږي د طالبانو په ولکه کې دي، ډېر ژر به د حکومت تر ولکې لاندې شي.

ښاغلي خالد همدارنګه د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره له ځانګړو عملیاتو خبر ورکړ، او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو الفتح عملیاتو هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

هغه وویل چې طالبانو هوډ درلود چې د پسرلنیو عملیاتو له پیل سره، لږ تر لږه درې ولایتونه ولکه کړي خو امنیتي ځواکونو اجازه ورنه کړه چې دا کار وکړي.

امنیتي ځواکونو د غبرګولي په شپږمه نېټه د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ هم چې دوه کاله د طالبانو په ولکه کې وه بېرته ونیوله.

شریک یي کړئ