Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ طالب وسله‎والو وژل شوي

د هېواد ملي دفاع وزارت نن(شنبې د غويي۱) ادعا کوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د طالبانو یوه مهم قومندان په ګډون د دې ډلې ۲۱ غړي وژل شوي دي.

یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره زیاتوي چې د افغان ځواکونو دې عملیاتو کې ۱۷ نور طالب وسله‎وال ټپيان دي.

دا عملیات تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ افغان ځواکونو دې عملیاتو کې د طالبانو له ولکې یو شمېر سیمې بهر کړي دي او د دې ډلې یو شمېر وسلې یې هم ترلاسه کړي دي.

دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او د عملیاتو په اړه یې جزئیات هم نه دي ورکړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د یوه مهم قومندان په ګډون د ۲۱ طالب وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي

شریک یي کړئ