Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۱۱ وسله‎والو وژل کېدل

د هېواد ملي دفاع وزارت خپره شوې خبرپاڼه د افغان ځواکونو بېلابېلو پوځي عملیاتو کې د کابو ۱۱ترهګرو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت خبرپاڼه ې راغلي دي چې دا پوځي عملیات په زابل او میدان وردګو ولایتونو کې ترسره شوي دي.

همداراز په دې عملیاتو کې د دوو وسله‎والو له ټپي کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.

لومړي عملیات د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې شوي چې په پایله کې یې څلور ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په دې ترڅ کې د وسله‎والو لس موټرسایکلونه هم له منځ وړل شوي دي.

دفاع وزارت خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دوهم پوځي عملیات د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې شوي چې په پایله کې یې ۷تنه ترهګر وژل شوي دي.

خبرپاڼې د پوځي عملیاتو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

ملي دفاع وزارت د هېواد په دوو ولایتونو کې د افغان ‎پوځي ځواکونو لخوا د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۱ وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي 

شریک یي کړئ