Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کریکټ لوبډله سبا له پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله سبا (جمعه د غبرګولي په ۳مه نېټه) د کریکټ ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو لپاره له پاکستان سره تمریناتي لوبه کوي.

تر اوسه پورې دواړو لوبډلو درې ځله سره لوبه کړې چې په کې د پاکستان کریکټ لوبډلې لوب ګټلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له دې مخکې له سکاټلنډ سره دوې یوزې ورځنۍ لوبې درلودې چې یوه یې د باران له کبله بې پایلې پایته ورسېد او بله د افغان لوبغاړو په بریا پایته ورسېده.

همداراز افغان لوبډلې وروسته له هغې له ایرلنډ سره هم یوې ورځنۍ لوبې درلودې چې یوه یې وبایلله او بله یې په خپله ګټه پایته ورسوله.

ټاکل شوې افغان کریکت لوبډله له پاکستان سره له لوبې وروسته د روانې زیږدیزې میاشتې په ۲۷ نېټه له انګلستان سره لوبه ولري.

افغان کریکټ لوبډله به د راتلونکي زیږدیزې میاشتې په لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره د نړیوال جام لوبو رسمۍ لوبه وکړي.

ټاکل شوې ده افغان کریکټ لوبډله به د راتلونکي زیږدیزې میاشتې په لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره د نړیوال جام سیالیو په لړ کې لوبه وکړي

شریک یي کړئ