Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کډوالو ته د تابعیت ورکړې په پار د عمران خان له پرېکړې هرکلی

افغان کډوالو ته د تابعیت د ورکړې اعلان په پاکستان کې د دغو کډوالو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

په پاکستان کې ځينې افغان کډوال وايي چې پاکستان کې یې څلور لسیزې ژوند کړی خو د پاکستان په هره برخه کې د پېژندپاڼو له ښودو سره د پولیسو له خوا ځورول کېږي.

اوس دغه کډوال دا تمه لري چې د پاکستان د تابعیت له اخیستو سره به وکړای شي په هغه هېواد کې د پاکستانیانو په شان له ټولو حقونو برخمن شي.

پاکستان کې افغان کډوال په دې اړه وویل:«زه پاکستانۍ تذکره غواړم. ما دلته کابو ۴۰ کاله ژوند کړی. د پاکستان حکومت باید د افغانانو په ګډون ټولو کډوالو ته پېژندپاڼې ورکړي. موږ له پولیسو سره ستونزې لرو د دې لپاره چې د پېژاند کارټ نه لرو. موږ د پاکستان له لومړي وزیره ډېر خوشحاله یوو چې غواړي ټولو افغانانو ته تذکرې ورکړي.»

بل افغان کډوال وايي:«د تذکرې لرل د هر انسان او د هر وګړي حق دی. دا کارټ یوه اړتیا ده. د بېلګې په توګه زموږ ماشومان د دغه کارټ له لرلو پرته ښوونځي ته نه شي تلای موږ د پاسپورټ له لرلو پرته حتا حج ته هم نه شو تلای.»

بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري رپوټ خپور کړی چې دم‎ګړۍ کابو یو اعشاریه څلور مېلیونه افغان کډوال پاکستان کې د استوګن کېدو سندونه لري خو څه باندې څلور سوه تنه نور یې له سندونو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي.

پاکستان کې ځينې افغان کډوال وايي چې هغوی ته د تابعیت د ورکړې لپاره د عمران خان له پرېکړې خوشحاله دي.

شریک یي کړئ