Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کډوالو یو ځل بیا په بلجیم کې لاریون کړ.

نږدې ۲۰۰ هغه افغان کډوال چې د پناه اخستنې وړاندیزونه یې د بلجیم د حکومت لخوا رد شوي، د دریمې ورځې لپاره په بلژیک ښار کې خپلو سوله ایزو لاریونونو ته دوام ورکړ.

دوی ادعا کوي، په افغانستان کې د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی له همدې کبله نه غواړي بیرته هیواد ته ستانه شي. موږ خطرناک انسانان نه يو بلکې په خپله له خطر سره مخامخ يو. دا هغه شعار دی چې په بلجيم کې يې افغان کډوال ورکوي.

دغه کډوال د بشري حقونو د فعالينو په همکارۍ په ډله ايزه توګه له بروکسل ښار څخه د بلجيم بل لوي ښار ګنټ ته ولاړل او د لاريونونو په ترسره کولو سره په نوموړي هيواد کې د دايمي پناه اخيستو غوښتونکي شول.

په بلجیم کې د افغان کډوالو ویاند، سمیر همدرد وویل: «له دغه لاريون څخه مخکې موږ د بروکسل ښار د کليسا له پراخ ملاتړ سره مخامخ شو، وروستي ملاتړونه زموږ د اعتراضونو لوي برياليتوب دی.»

د دغو افغانانو چې شمير يې دوه سوه تنو ته رسيږي د پناه غوښتنې کابو دوې مياشتې مخکې د بلجيم د حکومت لخوا رد شوې دي او له هغې وروسته دغو کډوالو د بلجيم په پلازميني بروکسل کې يوې کليسا ته له خپلو کورنيو سره پناه يووړه او هلته اوسيږي.

دوي يوازې نه دي ځکه د بشري حقونو فعالين او د بلجيم د کليسا مشران هم له هغوي ملاتړ کوي.

په بروکسل ښار کې د سینت انتتونیوس د کلیسا کشیش، مارسل دي مي وویل: «زه فکر کوم چې کليسا حق لري او ان دا يې دنده ده ترڅو د ځانګړو قوانينو په تيره بيا د کډوالۍ د ردولو د قانون په وړاندې مخالفت وکړي، موږ پوهيږو چې افغانان په يوه جګړه ځپلي هيواد کې ژوند کوي او موږ هره ورځ د رسنيو له لارې په دې اړه خبرونه اورو، زما لپاره دا د منلو وړ نه ده چې چارواکي غواړي دغه افغانان له هيواد څخه وباسي او په جګړه کې ښکيل افغانستان ته يې وليږي دا کار ان غيراخلاقي دی.»

د ملګروملتو سازمان شميرې د دې ښودنه کوي چې افغانستان په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې د کډوالو د توليدونکو هيوادونو په سر کې و. د دغو شميرو له مخې په دې کال کې ۳۶ زره تنه افغانان نورو هيوادونو ته کډوال شوي دي.

نږدې ۲۰۰ هغه افغان کډوال چې د پناه اخستنې وړاندیزونه یې د بلجیم د حکومت لخوا رد شوي، د دریمې ورځې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه