Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

القاعدې جنګیالي ته د دوو امریکايي سرتېرو وژنې په تور عمري بند سزا

دالقاعدې ډلې چې په سعودي عربستان کې زیږیدلي تېر کال د دوو امریکايي سرتېرو په وژنه تورن شوی وه، تېره ورځ( د سلواغې۲۷مه) د نیویارک په یوې محکمې ورته عمري بند سزا واورول شوه محکوم شو.

د فاکس نیوز راپور له مخې ابراهیم سلیمان عدنان هارون په محکمې کې نه وه حاضر.

نیویارک کې پریکړه‎کوونکي قاضي، براین ام کوګن د پرېکړې پر مهال ویلي دي:«زه نشم کولی چې له دې پر لوی جرم فکر وکړم.»

د راپور له مخې قاضي هغه ادعاوې رد کړې چې هارون ویلي، مخکې له دې چې یو ترهګر ووسي، یو سرتېری دی.

ده زیاته کړې چې هارون شاید غوښتل«لسګونه شاید سلګونه امریکایان» نور کسان ووژني «ډاډه نه یم چې ملکي کسان او یا هم پوځيان وي ورته توپير نه کوي.»

له دې وړاندې، د تېر کال په مارچ میاشت کې، د محکمې یوه پلاوي، هارون له هغې وروسته په قتل تورن کړ چې څارنوالانو ویلي دي چې هغه په هغه وخت کې د ایټالیا په یوه زندان کې پر خپل بنديتوب اعتراف کړی چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې هغه د امریکايي ځواکونو پر یوې پوستې لاسي بم غورځولی وه او پر هغه یې ډزې وکړې چې په پایله کې، جیروډ ډینیسس او ایرمن ري لوسانو یې ووژل.

د امریکا حکومت په خبره په داسې حال کې چې هارون د تېښتې په حال کې وه، په نایجریا کې د امریکا پر سفارت برید طرحه کړی وه.

دی د یو شمېر القاعدې غړو تر څېړنې لاندې وه چې اوس هم په ګونتانامو کې بندیان دي.

فاکس نیوز لیکلي چې هارون د نایجریا تابعیت لري او ده ویلي چې د ملکي محکمې پرځای تر ډېره ورسره د پوځي محکمې چلند شوی دی.

هارون ۴۷کلن دی او په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې له ایټالیا څخه امریکا ته ولېږدول شو.

د قاضي په وینا هارون د زندان چارواکو ته ویلي دي «دا زما محکمه نه ده او دا زما قاضي نه دی.»

کوګن وویل:«دا کس که بیا هم په سرک کې وګرځي لومړی کار به یې د امریکایانو وژنه وي.»

قاضي د ابراهیم سلیمان عدنان هارون هغه ادعاوګانې رد کړې چې هغه ویلي، مخکې له دې چې یو ترهګر واوسي، یو سرتېری دی.

شریک یي کړئ