امریکا متحدو ایالتونو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د افغانستان د سولې له خبرو اترو ملاتړ اعلان کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی وایي واشنګټن چمتو دی چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا پر اسلامي حزب د لګېدلو بندیزونو په لیرې کېدو کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
دا امریکايي چارواکی زیاتوي هېواد یې د افغانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې په کار کې هېڅ مخکیني شرط نهلري.
بلخوا د سولې عالي شورا وایي چې له اسلامي حزب سره خبري اتري مخ په وروستۍ کېدو دي.
داسې پوښتنه مطرح کېږي چې آیا ګلبدین حکمتیار به د افغان دولت په وړاندې جګړه پای ته ورسوي؟
د سولې دعالي شورا غړي شفیع نورستاني وویل:«دمګړۍ خبرې اترې روانې دي او پایلې ته د رسېدو په حال کې دي او کله چې پایلې ته ورسېږي، جګړه هم پای ته رسېږي،البته له هغې ډلې سره چې د ګلبدین حکمتار پورې اړه لري.»
د سولې له عالي شورا او افغان دولت سره د حزب اسلامي د هوکړې په وروستۍ کېدو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي باندې د ملګروملتو د بندیزونو د لیرې کولو په اړه له کابل سره د همکارۍ خبره کوي.
له نړیوال تور نوملړ څخه د حزب اسلامي د مهمو غړو د نومونو ایستل له افغان دولت سره د دغه ګوند د هوکړې یوه بنسټیزه ماده ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي واشنګټن له هېڅ شرط څخه پرته د افغانانو ترمنځ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.
د ولسمشر د ویاند مرسیتال دواخان مینه پال په دې اړه څرګنده کړه:«سوله د افغانستان د ملي ګټو لپاره ده،سوله په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو لپاره ده،سوله د دې لپاره ده چې د افغانانو په ګټه پرېوځي.»
خو کابل ته به د ګلبدین حکمتیار په راتلو سره جګړه کمه شي، او آيا امریکا چې ځان په افغانستان کې د سولې او امنیت مخکښ هېواد بولي په افغانستان کې یې د سولې د ټینګښت لپاره خپل مسؤولیت ادا کړی؟
د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح وویل:«ښه ده کله چې یو کس غواړي د افغانستان د سولې له بهیر سره یوځای شی،را دې شي او د نظام او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د افغانستان په پرمختګ کې کار وکړی.»
افغان حکومت، کابل ته د حکمتیار د راوستو لپاره دغه ګوند ته ډېر امتیازات په پام کې نیولي، د حزب اسلامي د بندیانو له خوشي کولو، د دغه ګوند مشرانو ته د کورونو تر ورکولو او د هېواد په سیاست کې د نوموړي ګوند تر شریکولو پورې.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار په دې اړه څرګنده کړه:«سوله او د سولې پالل چې په افغانستان کې پلې کېږي باید عدالتي بڼه ولري او د عدالت پر بنسټ وي او ټولې هغه لاسته راوړنې چې په ۱۴- ۱۵ کلونو کې په ځانګړې توګه د بیان آزادي او د هېواد ټول بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو له بشري حقونو سره معامله ونه شي.»
ګلبدین حکمتیار ډېر کلونه د افغان دولت په وړاندې جګړه وکړه، د دغه جهادي مشر نوم په ۲۰۰۳ کال کې د ترهګرو بریدونو او د طالبانو او القاعدې ترڅنګ فعالیتونو کې د لاس لرلو له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تور نوملړ کې شامل شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه چې له افغان حکومت سره د دې ګوند د سولې د تړون په لاسلیک سره به د حکمتیار نوم د نړیوالو ترهګرو له نوملړ څخه وایستل شي که نه څه نه وايي.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه