د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړۍ استازي، زلمي خلیلزاد چهارشنبې(د غبرګولي په لومړۍ نېټه) د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټې له طالبانو سره د خبرو په تړاو مالومات ورکړل.
د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټې رییس، سناتور جیم ریچ وايي خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې "پرمختګ" درلود.
د اسوشیټډپرس خبري اژانس د خبر له مخې ښاغلی ریچ د بهرنیو چارو کمېټې سره د ښاغلی خلیلزاد له خبرو وروسته وویل:«مسله تل داسې وي چې پرمختګ څومره شوی دی او آیا کولی شو چې وروستۍ موخې ته ورسېږو او که نه؟»
زلمي خلیلزاد د تړلو دروازو ترشا د سناتورانو پوښتنو په قطر کې د خپلو ناستو او له طالبانو سره د خبرو په تړاو ځوابونه ورکړل او خبریالانو ته د دې ناستې د پوښښ اجازه نه وه ورکړل شوې.
بل امریکايي سناتور، ښاغلي منیندیز ویلي دي:«د استخبارتي ټولنې او همداراز د خلیلزاد نظر ترمنځ د سولې په تړاو ژور توپیر ښکاري.»
جمهوري غوښتونکي سناتور، تاد یانګ بیا له طالباانو سره د خبرو په تړاو د ډېر رڼښت غوښتونکی دی.
زلمي خلیلزاد په تېرو اوو میاشتو کې شپږ ځله له قطر کې له طالب استازو سره ناستې او خبرې درلودې.
په قطر کې امریکا او طالبانو د خبرو چورلیز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې دلې سره د طالبانو د همکارۍ او اړیکو پریکوڼ وو. همداراز په دې خبرو اترو کې له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او افغانستان کې اوربند هم له مهمو موضوعاتو وو.