په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه په ننګرهار ولایت کې بېپیلوټه الوتکې هوایي برید په ترڅ کې د ملکي کسانو وژل کیدل ردوي.
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو کابو ۱۶ غړي په یوه موټر کې په نښه شول او ووژل شول.
خو امریکایي ځواکونه وایي چې په دې برید کې یوازې هغه ترهګر وژل شوي چې په موټر کې یې وسلې ځای پر ځای کړې وې.
د ننګرهار ولایت سیمهييزو چارواکو په وینا په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی د یاد ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې هوايي برید تائیدوي، خو وايي چې د وژل شویو کسانو هویت نه دی څرګند.