Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي – کاناډايي مېرمن او خاوند له ۵ کلونو بند وروسته ازاد شول

جوشوا بویلي چې د کاناډا او کیټلن کولمن امریکا وکړې ده له خپلو ماشومانو سره له طالبانو سره د پنځه کاله بند څخه وروسته، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د یوه عملیات په ترڅ کې،ازاد کړل شول.

دغه مېرمن او خاوند چې، په ۲۰۱۲ کې له افغانستان څخه تښتول شوي وو، هغه مهال دغې جوړې درې ماشومان درلودل.

ویل شوي دي چې هغوی د حقاني ډلې له خوا تښتول شوي دي.

فاکس نیوز رپوټ ورکړی چې د دغو یرغمل نیول شویو د خلاصون عملیات د پاکستان د پوځ له خوا د هغو مالوماتو پر بنسټ ترسره شوي چې د امریکا استخباراتي سازمان هغوی ته ورکړي وو ترسره شوي دي.

د فاکس نیوز د رپوټ پر بنسټ، د امریکا څارګرې ادارې د دغې جوړ د ساتلو د ځای په اړه مالومات، د چهارشنبې په ورځ له هغې وروسته چې هغوی د پاکستان خاورې ته ولېږدول شول، د پاکستان له پوځ سره شریک کړل.

د تېر کال د ډسمبر میاشت وه چې دغه ښځه او خاوند په یوې ثبت شوې ویډیو کې څرګند او د امریکا او کاناډا له حکومتونو څخه یې وغوښتل چې د هغوی د خلاصون لپاره کار وکړي.

شریک یي کړئ