د امریکا متحده ایالاتونو پوځ په افغانستان کې خپلو پوځيانو لپاره د جنرال جن نیکلسون پر ځای نوی قومندان وټاکه.
امریکايي چارواکي وايي، جنرال سکاټ مېلر چې له دوه کالو راهیسې د امریکايي ځانګړو عملیاتو قومنداني مخته وړي، له دې وروسته په افغانستان د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان په توګه د جنرال جان نېکلسن ځایناستی وي.
خو د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت دا خبر په رسمي توګه نه دی تائيد کړی.
د پنټاګون ویاند، کان فالکنر په دې اړه وايي:«موږ په اعلامیه کې هېڅ ډول بدلون نلرو.»
والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې جنرال سکاټ په ډیلټا فورس او د امریکا د سمندري ځواکونو په شپږم ډلګي کې د تعقیب لاندې ترهګرو پر ضد د محرمانه ځانګړو عملیاتو مشري هم کړې ده.
د امریکا پوځي سرچینې وايي، جنرال مېلر عراق کې د امریکايي ځواکونو د ډیلټا فورس قومندانۍ پر مهال د ترهګرو پر ضد یرغلیزو بریدونو کې خورا شهرت موندلی او تر دې وړاندې د افغانستان په څو پوځي عملیاتوکې یې هم رول درلود.
مېلر په داسې حال کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشري په غاړه اخلي چې دلته جنګي حالات له پخوا لا ډېر پيچلی شوی دی او طالبانو د افغانستان پر ښارونو یرغلیز بریدونه پیل کړي دي.