Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'امریکا او طالبانو د بهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو هوکړه کړې'

د امریکې او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو څخه خبرې سرچینې وايي چې دواړو لورو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو او همدارنګه له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرېکون هوکړه شوې ده. 

د دغو سرچینو پر وینا، طالبانو او امریکې هوکړه کړې چې ټول بهرني ځواکونه به د ۱۵تر ۲۰ میاشتو په لړ کې له افغانستانه بهر کېږي.

د امریکې او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو، د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۳۱مه) دوحه کې پیل شو.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو درې ورځو د سولې هوکړه رامنځته شي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه دواړه لوري سره هوکړې ته رسېدلي.»

دا په داسې حال کې ده چې الجزیرې شبکې په یوه رپوټ کې ویلي چې طالب او امریکايي استازو د څوارلس میاشتني انتقالي دورې په اړه سره هوکړې ته رسېدلي خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین دا څرګندونې رد کړې.

ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته په اسلو کې د افغانانو ترمنځ خبرې هم پیل شي. افغان حکومت کابو یوه میاشت مخکې د اسلو خبرو لپاره یو پنځلس کسیز پلاوی مشخص کړ.

له بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي د هغو موضوع‎ګانو په اړه سلامشورې روانې دي چې د حکومت مرکچي پلاوی یې باید د افغانانو ترمنځ خبرو کې په اړه بحث وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاند ناجیه انوري وايي:«موږ له ټولو امکاناتو او موکو استفاده کوو او هڅه کوو څو دا ډله له یوې ښې همکارۍ او انسجام سره هغو مذاکراتو کې چط د افغان دولت او طالبانو ترمنځ دی حضور پیدا کړي.»

خبرې سرچینې وايي د حکومت پنځلس کسیز مرکچي پلاوي ته خبر ورکړل شوی چې د دغو خبرو لپاره تیاری ونیسي او همداراز د دې پلاوي غړو څو رسمي ناستې کړې دي.

له دې سره په یو وخت د محمد اشرف غني ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به یوازې د طالبانو برخلیک روښانه کړي نه د افغانانو.

هغه زیاته کړه:«موږ له هغه طالب څخه چې د سونګ توکی دی، وېره نه لرو. زموږ اندېښنه له هغو څلورو تنو ده چې د افغانستان له خاورې بهر، د افغانستان له کلتور بهر، د افغانستان له پېژاند بهر د پاکستان د استخباراتو له ډېرې بنسټيزې تخنیکي او څلروېشت ساعته مشورې سره له امریکایانو سره مذاکره کوي.»

الجزیرې شبکې په یوه رپوټ کې ویلي چې طالب او امریکايي استازو د څوارلس میاشتني انتقالي دورې په اړه سره هوکړې ته رسېدلي خو طالبانو دا رپوټ رد کړ.

شریک یي کړئ