Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا دفاع وزیر ارګ کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره ولیدل

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټيس چې نن په یوه ناچاپي سفر کې کابل ته راغی، له ولسمشر غني او اجرايي رییس عبدالله سره یې لیده کاته وکړل.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې دواړو لوریو د سولې بهیر، د ټاکنو ترسراوي او د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي چخانسوري په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«دواړو لورو د سولې بهیر، د سولې اسیا د تګلارې مثبتې اغېزې له ترهګرۍ سره د مبارزې او له پاکستان سره د خبرو اترو په اړه د نظر ادلون بدلون وکړ.»

د ښاغلي چخانسوري په وینا، په دغې لیدنه کې، د امریکا د ملي پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ هم حضور درلود.

د امریکا دفاع جېمز مټيس او د دغه هېواد د ملي پوځ لوی درستیز نن له مخکې په یوه نه اعلان شوي سفر کې کابل ته راغلل.

شریک یي کړئ