د امریکا متحده ایالات، د افغانستان پر سولې د ډېر تمرکز لپاره، یوه مرکچي ډله جوړوي.
د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وایي، هېواد یې له طالبانو سره د افغانستان د سولې په خبرو کې د اسانتیاوو د راوسته کولو ترڅنګ غواړي په دغو خبرو کې ګډون هم وکړي.
اغلې ویلز د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې خبرداری ورکوي که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه دي باید پوه شي چې د جګړې له لارې به بریالي نهشي.
هغې زیاته کړه:« امریکا جوته کړې چې چمتو ده د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو سره مرسته وکړي، ترې ملاتړ وکړي او پهکې برخه واخلي، موږ په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په خبرو کې د ټولو شاملو لوریو له هڅو ملاتړ کوو.»
دغه امریکایي چارواکې زیاتوي په پاکستان کې د طالبان مشرانو پټنځایونه د دې لامل شوي چې دوی د جګړې ورځني فشارونه حس نهکړي.
اغلې ویلز وویل:« دوی یعنې د طالبانو مشرانو د جګړې ورځني فشارونه نه دي حس کړي او له همدې امله نه دي حاضر شوي چې خبرو ته کېني.»
د امریکا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې یو غړی الیوټ انگل هم څرګنده وي:« که امریکا کولای شي د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خبرې وکړي له طالبانو سره هم خبرې د امکان وړ کېدای شي.»
له بلخوا د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره پوځي فشار یوه اړتیا ګڼي.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت مرستیال ریچارډ کرېپ ویل وايي:« تاسو له درېیو فشارونو چې ولسمشر غني باور لري طالبان به خبرو ته حاضر کړي خبر یاست، ټولنیز فشار یعنې د ټاکنو ترسره کول، د ناټو او نړیوالې ټولنې لخوا ډیپلوماټیک فشار او پوځي فشار چې زموږ لخوا پر دې ډلې راوړل کېږي.»
له بلخوا په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد ازادۍ راډیو ته په مرکه کې وايي پاکستان غواړي چې د سولې خبرې پیل شي ترڅو پر اسلام اباد نړیوال فشارونه کم شي او د نوموړي په وینا پاکستان طالبانو ته ویلي په بحثونو کې شریک شئ خو سوله مه کوئ.
په دې اړه مو اندونه