Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د افغانستان لپاره پر جنګي تګلارې بیا کتنه کوي

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو پر جګړه‎ييزې تګلارې کابو یو کال تېرېدو سره اوس مهال د دې هېواد  لوړپوړي چارواکي وايي، پر نوې اعلان کړې تګلاره یې یو کال واوښت دوی د جګړې په ډګر کې پرمختګ نه دی ورسره شوی.

دوی زیاتوي چې افغانستان کې جګړه له بندون سره مخامخ شوې ده، ځکه نو دوی هم غواړي راتلونکو میاشتو کې افغانستان لپاره په خپله تګلاره  له سره کتنه وکړي.

دې چارواکو رویټرز ته ویلي، امریکا غوښتل د خپلې تازه تګلارې له مخې  هوايي بریدونه او افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر درې زره نور هم زیات کړي، څو طالبان د سولې خبرو ته اړ کړای شي، خو ظاهرا امریکا دې موخې ته ترس اوسه نه ده رسېدلې.

امریکايي چارواکو ویلي، طالبان لا هم په کلیوالي سیمو کې لاسته راوړنې لري، خو د ښارونو په نسکورولو کې ناکام پاتې شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېر کال د اګست په وروستیو کې افغانستان لپاره د امریکا نوې جنګي تګلاره اعلان کړې وه.
 
شریک یي کړئ