Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا روسیه، پاکستان او ایران د طالبانو په ملاتړ تورن وي

د امریکا دفاع وزارت، پاکستان، ایران او روسیه په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ او د واشنګټن په کمزورې کولو تورن وي.

پنټاګون وايي چې ایران په افغانستان کې د خپل نفوس د پراختیا لپاره له طالبانو ملاتړ کوي او روسیه د داعش په ملاتړ د امریکا له تورنولو سره د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅوي چې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري ونه کړي.

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د امنیت او ثبات د راوستو په اړه د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو رپوټ د دغه هیواد کانګرس ته وسپاره.

د امریکا دفاع وزارت په دې رپوټ کې وايي په پوځي او سیاسي برخو کې له پرمختګونو سره سره تراوسه هم په افغانستان کې ننګونې شته.

پنټاګون، تهران او اسلام اباد له طالبانو په ملاتړ او مسکو په افغانستان کې د واشنګټن د هڅو په کمزوري کولو تورنوي او وايي امریکا، افغانستان او متحدین یې باید په کلکه د طالبانو د بهرني ملاتړ د پرې کولو لپاره کار وکړي.

د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي:« روسیه د ناسمو مالوماتو په ورکولو سره امریکا له داعش څخه په ملاتړ تورنوي او د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅوي چې له امریکا سره همکاري ونه‎کړي او په دې کار په افغانستان کې د واشنګټن هڅې کمزورې کوي. ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي او د امریکا د نفوذ مخه ونیسي، له طالبانو د ایران ملاتړ د افغان حکومت د کمزورتیا او په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېږي.»

اخو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا داسې وايي:«هېوادونو ته زموږ پيغام ډېر څرګند دی یعنې له ترهګرو ډلو ملاتړ په هر نیت چې وي، مثلاً ځینې هېوادونه فکر کوي چې له طالبانو ملاتړ د دې لامل کېږي چې موږ د داعش مخه ونیسو، خو زموږ تینګار دا دی د طالبان تر سیوري لاندې نورې ترهګرې ډلې پيدا شوي له هر نیت سره چې وغواړي له ترهګرو ملاتړ وکړي دا له سولې او ټیکاو سره مرسته نه کوي بلکې کېدای شي دا په سیمه کې یو بل ګواښ وبلل شي.»

د بهرنیو چارو وزارت د سیمه‎ییزو همکاریو رییس امیر محمد رامین په دې اړه وویل:«یوه له عمده موخو چې موږ یې تعقیبوو او تل د نړیوالې ټولنې او سیمه‎ییزو هېوادونو سره مو مطرح کړي دا دي چې د افغانستان جګړه یوه کورنۍ جګړه نه ده او دا جګړه سیمه‎ییز او نړیوال اړخونه لري، نو پر دې اساس موږ اړتیا لرو چې نړیواله ټولنه او سیمه‎ییز هېوادونه له موږ سره منظمې او دوامداره همکارۍ ولري.»

د دې رپوټ په بله برخه کې راغلي:« د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د واشنګټن نوې تګلارې د افغانستان د کړکېچ د سوله‎يیز هواري لپاره هیله‎مندي رامنځته کړې او د سولې کړکۍ د پرانیستلو لپاره دې ته اړتیا ده پر طالبانو پوځي فشار زیات شي، ترڅو طالبان د جګړې له لارې د بري فکر له سره وباسي.»

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:«موږ ۱۰ ورځې نور هم اوربند ته دوام ورکړ او هغوی حاضر نه شول او لازمه ده چې هغوی ته دا ځواک څرګند کړای شي، نو پر دې بنسټ زموږ بریدونه له پخوا څخه ډېر شوي او زیات به شي ترڅو ورته وپوهول شي چې نور له جګړې سره نه شي کولای لاسته راوړنه ولري.»

د امریکا دفاع وزارت په دغه رپوټ کې په افغانستان کې خپله اصلي موخه د ترهګرو په امن پټن‎ځای د هېواد د بدلیدو مخنیوی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له لارې د جګړې سیاسي حل لارې ته د زمینې برابرول ګڼي.

ایران، روسیې او پاکستان له دې مخکې له طالبانو ملاتړ رد کړی دی.

شریک یي کړئ