Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: قطر کې د سولې خبرو  ښه پرمختګ درلود

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو منلې چې سولې ته د رسېدو لپاره، دواړه لوري لوبه پر څلورو مهمو موضوع ګانو، یعنې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ، د امریکايي عسکرو وتل، د افغانانو ترمنځ د سولې په اړه خپلمنځي خبرې او اوربند ته هر ډول رسېدنه وشي.

دا وزارت وايي، قطر کې د خبرو پرمهال د دوه موضوع ګانو په اړه لومړنی پرمختګ شوی دی، خو د سولې په اړه هر اړخیزې هوکړې ته درسېدو لپاره باید لا زیات کار وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د دې هوکړې له وروستي کېدو وروسته به، د طالبانو او یوه ټول ګډونه افغاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

واشنګټن ټینګار کوي چې پر څلورو مهمو موضوع د هوکړې پرته به، پر یوې ځانکړې موضوع، هوکړه و نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د زلمي خلیل‌زاد په خبرو کې له یوه مانا دار پرمختګ خبر ورکوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، رابرد پالادینو وايي:«په دې خبرو اترو کې موږ وتوانیدو چې په دوو موضوعاتو چې لومړۍ یې د ترهګرۍ ضد تضمینونه دي او دوهم یې هم د بهرنیو ځواکونو وتل دي په متن کې مخې ته ولاړ شو. کله چې دا متن وروستی شو، نو بیا به طالبان او د افغان حکومت پلاوي په ګډون بین الافغاني خبرې اترې د اوربند او یوې سیاسي حل لارې په موخه خبرې اترې پیل شي.»

سرچینې وايي، د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي هوکړې لغوه کېدل، د نظامي تجهیزاتو نه ویستل او تر خوا یې د اډو ساتل، د سیمې او امریکا له‌خوا د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاس نه وهل هغه موضوعات دي چې په دوحه کې د خبرو پر مهال په کې پرمختګ شوی دی.

د سیاسي چارو کارپوه، نظر محمد مطمین وايي:«ټاکل شوې د دې هوکړې متن لنډ وخت د طالبانو، امریکا ترمنځ د یو شمېر هېوادونو په شتون کې لاسلیک شي، خو افغان حکومت به په کې نه وي.»

که څه هم تمه ده چې افغان سیاسیون او د ځینې ګوندونو استازي د مارچ په شپږ ویشتمه په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو ښکاري چې د دې اوږدو خبرو په پایله کې دا ناسته هم د اپریل تر پنځمې نېټې وځنډېږي.

د سیاسي چارو کارپوهو فیض محمد ځلاند څرګندوي:«د سولې خبرو اترو لپاره ګټور پلاوی همدا در چې د مسکو په ناسته کې یې ګډون کړی وو او دا ډله به ډېر ژر قطر کې هم د طالبانو له استازو سره خبرې وکړی.»

که څه هم امریکا له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د یو ټول ګډون افغاني پلاوي پر جوړښت خبرې کړي، خو حکومت لا تر اوسه په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راوستی.

د سیاسي چارو کارپوه، خلیل صافی زیاتوي:«خبرې یوه حساس پړاو ته رسېدلې دي، زه فکر کوم تر څو حکومت ته هم وخت وکړل شي تر څو له ګوندونو او مدني ټولنې سره له مشورې وروسته یو پلاوی جوړ کړی.»

حکومت بیا هم په هغو ناستو کې پر ګډون ټینګار کوي چې د دوی په مدیریت جوړېږي.

د اجراییه ریاست ویاند، مجیب الرحمان رحیمي وايي:«حکومت د دې چمتووالی لري چې د له سیاسي بهیرونو یو پلاوی جوړ کړي تر څو د خبرو پیلوونکی ووسي.»

 بل لورته هېوادوال وايي، حق لري چې د خبرو او مذاکراتو له محتوا خبر شي.

د کابل اوسېدونکی، ولي په دې اړه وايي:«هره هوکړه چې کېږي باید ورته تضمین ورکړل شي.»

د کابل بل اوسېدونکی، فریدون زیاتوي:«زموږ جق دی چې له خبرو خبر شو او جزییات له موږ سره شریک شي.»

ویل کېږي چې زلمی خلیل‌زاد به واشنګټن ته له ستنېدو وروسته، له مایک پومپیو،  نورو امریکايي ادراو او تر خوا یې د هغو هېوادونو له استازو سره کېني چې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي د دې هوکړې له وروستي کېدو وروسته به د طالبانو او یوه ټول ګډونه افغاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شي

شریک یي کړئ