Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره چتووالی اعلان کړ

د امریکا متحده ایالاتو مرستیاله سکرټره لیزا کورټس د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له اوربنده هرکلی کوي او وايي چې واشنګټن چمتو دی ترڅو له دغې ډلې سره د سولې خبرو اترو کې ګډون وکړي.

د افغان حکومت د یو اړخیز اوربند له پيلېدو سره په ورته وخت کې د امریکا پوځ هم تر راتلونکو څلورو ورځو د دې ډلې پرخلاف د خپلو ټولو عملیاتو د ځنډولو خبر ورکوي.

لېزا کورټس زیاته کړه:« امریکا په بحثونو کې ګډون ته چمتو ده خو موږ نه‎شو کولای د افغانستان د حکومت او خلکو پر ځای د سولې په بهیر کې کار وکړو، یوه سیاسي حل لاره باید له داسې بهیره ترلاسه شي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.»

د سپينې ماڼۍ دغه لوړپوړې چارواکې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان جدي اندېښنو ته پاملرنه ډېره مهمه بولي.

اغلې کورټس څرګنده کړه:« موږ باید د پاکستان اصلي امنیتي اندېښنې درک کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې ګټې یې حسابېږي خو د پاکستان ګټې په افغانستان کې د طالبانو په فعالیتونو سره نه پوره کېږي، پاکستان اساسي مسوولیت لري چې د ورانکارو لخوا د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.»

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو پوځي کمېسیون هم په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې له لارې بریالي کېدل ناشونې دي.

په کابل کې د یونما د سولې او پخلاینې رییس سټېف بروکینګ په دې اړه وویل:« آن د طالبانو د پوځي کمېسیون مشران وايي د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه‎لري او اوس ټول لوري وايي چې دا جګړه باید له سیاسي لارې حل شي، خو له بده مرغه په افغان حکومت او طالبانو کې داسې کسان شته چې له روانې جګړې پیسې ترلاسه کوي.»

خو یو مشهور امریکایي شنوونکی په دې باور دی چې پاکستان، روسیه، چین او ایران نه پرېږدي په افغانستان کې امن راشي.

د سیاسي چارو شنوونکی امریکایی بارنټ روبین په ډاګه کوي:« طالبان تر کمزوري فشار لاندې دي ترڅو خبرو ته حاضر شي ځکه له روسیې، ایران، پاکستان او چین سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، که څه هم دا هېوادونه واک ته د طالبانو د رسېدو غوښتونکي نه دي خو د افغانستان امن کېدل د خپلې سیمې په زړه کې د امریکا د اډې د باثباته کېدو او آن د ځان په وړاندې د القاعدې او داعش په پرتله یې جدي ګواښ ګڼي.»

له طالبانو سره د اوربند اعلان د ډېرو نورو هغو هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شوی چې د افغانستان په کړکېچ کې رول لري خو د طالبانو ویاند ویلي د دغې ډلې مشران په دې اړه په سلامشورو بوخت دي.

شریک یي کړئ