Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي بنسټونه؛ کونړ کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله څېړل کېږي

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې له عملیاتو او په دغو عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د رپوټونو له خپرېدو دوې ورځې وروسته، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په دې اړه د څېړنو د پيلولو خبر ورکوي.

په لومړنیو رپوټونو کې په دې اړه د ښځو او ماشومانو په ګډون د څه باندې ۲۰ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکړل شوی و؛ خو امنیتي بنسټونه دا شمېر نه تاییدوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي:«یو پلاوی ګومارل شوی چې د دغې پېښې څرنګوالی وڅېړي چې ایا هوايي تېروتنې وې که کومه بله ستونزه رامنځته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد هم وویل:«هغه چا چې دلته وظیفوي بې پروايي کړې او یا یې سم مالومات نه دی وړاندې کړی له هغه سره به قانوني چلند وشي.»

له بلخوا په کابل کې د امریکايي ځواکونو د ویاند دفتر وايي دغو ځواکونو د کونړ په عملیاتو کې یوازې د مشورې ورکولو رول درلود او دا عملیات د دولتي ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

ولسي جرګې هم د شنبې په ورځ پر هغه څه په نیوکې سره چې د هېواد په وروستیو عملیاتو کې د ملکي خلکو د تلفاتو زیاتوالی بلل کېږي دغې ستونزې ته د امنیتي ادارو پر پاملرنې ټینګار وکړ.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه څرګنده کړه:«دا پرله‎پسې تکرارېږي. زموږ مخاطب افغان امنیتي ارګانونه دي جګړه داسې مدیریت کړي چې د افغانستان خلکو او ملکیانو ته زیان ونه رسېږي.»

د ولسي جرګې غړې فرشته امیني وايي:«که‎چېرې وغواړي همداسې، له کومې ارزونې پرته او له مخکې تعیین شوي پروګرام پرته، عملیات ترسره شي، ښايي یو نامسووله وسله‎وال له منځه ولاړ شي خو ترڅنګ یې په لسګونه او سلګونه عادي خلک مري.»

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ پېښه د پنجشنبې په شپه هغه وخت رامنځته شوه چې د سیمه‎يیزو چارواکو په وینا د طالبانو یو مرکز د دولتي ځواکونو له ځمکنیو او هوايي بریدونو سره مخامخ شو.   

د دواړو لوریو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام وکړ او امنیتي ادارې وايي په دغه جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله رسېدلې خو طالبان ټول وژل شوي او ټپيان ملکي خلک بولي.

په داسې حال کې چې ملي دفاع وزارت وايي د کونړ عملیات د کورنیو او بهرنیو ځواکونو له خوا په ګټه ترسره شوي، خو د امریکايي ځواکونو د ویاند دفتر ټینګار کوي چې دغو ځواکونو یوازې مشوره ورکړې ده.
 
شریک یي کړئ