د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د بدخشان کوهستان ولسوالۍ چې د پنجشنبې په شپه طالبانو نیولې وه، د شبنې پر ماښام بېرته ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش طلوع نیوز ته وايي چې د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو د عملیاتو په لړ کې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښاغلي دانش په وینا، دغه عملیات د د کمانډو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو له خوا په ګډه په لاره اچول شوي وو، او د نورو سیمو تر پاکولو او چاڼ کولو پورې به دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ، ملي دفاع وزارت ویلي وو چې کمانډويي ځواکونه له طالبانو څخه د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره دغې سیمې ته رسېدلي دي.
اخوا بیا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.