Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي ځواکونو د ینګي قلعه ولسوالۍ بیرته ولکه کړه

ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د تخار ینګي قلعه ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه ونیوله.

دغه وزارت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې دا ولسوالۍ د جمعې په ماښام د څو ساعته عملیاتو په پایله کې، د طالبانو له شتونه پاکه شوه.

د تخار امنیتي چارواکي وايي چې دا عملیات د جمعې په ورځ سهار پیل او د ورځې تر ماښامه دوام درلود.

د تخار د والي ویاند محمدجواد هجري وايي چې په دغو عملیاتو کې کابو ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د ینګي قلعه ولسوالۍ تېرذه اوونۍ د طالبانو په یوه ډله‎ییز برید کې د دغې ډلې لخوا وپرځول شوه.

امنیتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د کران و منجان او درقد ولسوالیو په ګډون په تخار او بدخشان کې څو ولسوالۍ بېرته ونیولې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني، تېره ورځ اعلان وکړ چې په هېواد کې د وروستیو نښتو په پایله کې، زر تنه طالبان وژل شوي او دوه زره نور یې ټپيان شوي دي.

نښتې له هغې وروسته بیا زور واخیست چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ودرولې او د طالبانو په نښه‎کولو یې ټینګار وکړ.
  
شریک یي کړئ