د غزني پولیس وايي چې د دغه ولایت پر څو برخو د طالبانو ډلهییزو بریدونه یې په شاتمبولي دي.
د غزني د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې نن (جمعه د زمري په ۱۸مه) خپره شوې راغلي چې تېره شپه طالبانو د دهیک، خواجه عمري، اسفنده په ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو او د شهباز وظیفوي پرسونل بریدونه کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې بریدونه په شاتمبول شوي او په پایله کې لس طالب اورپکي وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د غزني د پولیسو په وینا، د طالبانو یو موټر بم هم چې ټاکل شوې وه د دهیک ولسوالۍ په برید کې ترې کار واخیستل شي لهمنځه تللی دی.